Apr 08, 2020 15:40 Asia/Kabul

همدااوس د نړۍ تقریبا درست هیوادونه له کرونا ویروس سره مقابلې کې لاس او ګریوان دي اوپه ټولې دنیا کې په کرونا دککړو شمیر کابو یو نیم میلیون کسانو ته رسیدلی چې تر دې دمه پکې کابو دوه اتیا زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درستې نړۍ کې کابو درې لکه اته زره کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي دي .

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دروغتیائي چارو ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې  خبریالانو ته په خبرو کې  په  ایران کې په کرونا دککړو کسانو وروستیو ا حصایو په باب روښانه کړې ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې  او دتشخیص د قطعي معیارونو په اساس ، په ایران کې نور یو زر  نهه سوه اوه نوي کسان  په کووید-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ پيژندل شوي دي .په ایران کې تر نن ماسپيښن پورې په کرونا ناروغۍ دککړو کسانو شمیر  اوه شپیته زره  دوه سوه  شپږ اتیا کسانو ته رسیدلی دی .  

  هغه وئيلي تر دې دمه   په ایران کې  له ککړو کسانو څخه  نهه دیرش زره اته سوه دولس کسان  له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

جهانپور  زیاته کړې، ددغې ناروغۍ له امله له بده مرغه په  تیر شواروز کې   یو سل یو یوشت کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  چې  د قربانیانو ټول ټال شمیر  څلور زره  درو تنو ته رسیدلی دی .

 همدااوس  د نړۍ  تقریبا درست هیوادونه  له کرونا ویروس سره مقابلې کې لاس او ګریوان دي  اوپه ټولې دنیا کې په کرونا دککړو شمیر  کابو یو نیم میلیون کسانو ته رسیدلی  چې تر دې  دمه پکې کابو دوه اتیا زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او  دغه راز  په درستې نړۍ کې  کابو درې لکه  اته زره کسان  هم له درملنې وروسته ښه شوي دي .

 وروستي راپورونه ښئ چې  په امریکا کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر هم څلور لکه دوه سوه دوه اویا تنو ته رسیدلی او د مړو شمیر ئې  هم دولس  زر اته سوه اوه څلویښت تنو  ته رسیدلی دی .   همداراز په فرانسې کې هم د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شمیر کابو لسو زرو ته او په ایټالیا کې هم  دمړو شمیر  کابو اولسو زرو ته رسیږي . همداراز وروستي راپورونه ښئ چې  انګریز لومړی وزیر بوریس جانسن  چې پرون  په روغتون کې  آئي سی یو  یونټ ته منتقل کړائ شوي ؤ بدني وضعیّت ئې  مرګي حاله ښودل کیږي او دا هم وئيل شوي چې له  بیګا راهسې  په کوما کې دی .  

 

ټیګونه

کمنټونه