Apr 09, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • د حضرت امام مهدي عليه السلام ميلاد ټولو ته مبارک شه

نن د شعبان يا شوقدر د مياشتې ۱۵ نېته د امامت او ولايت د آسمان دولسم او وروستي ځلانده ستوري حضرت امام مهدي عليه السلام د نېکمرغه ميلاد له کليزې سره سمون خوري.

امام مهدي عليه د 255 هجری قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په داسې يوه ورځ سحر وختي په سامرا ښار کښې دنيا ته تشريف راوړۀ؛ پلار بزرګوار يې امام حسن عسکري (ع) او مور بي بي يې حضرت نرجس خاتون نوميږي.

امام مهدي (ع) له زېږېدنې وروسته تقريباً ترپينځو کلونو د خپل بزرګوار پلار په سرپرستۍ کښې نيم پټ ژوند کوۀ.

په 260 هجري قمري کال کښې د حضرت امام حسن عسکري (ع) له شهادته وروسته د زمانې د امام د غيبت صغری دوره شروع شوه او تر 329 هجری قمري کال پورې يې دوام وموند. په دغه دوره کښې حضرت امام مهدي (ع) د خپلو څلورو نائبينو په ذريعې سره د خلقو چارې چلولې.

د زمانې د څښتن د غيبت کبری دوران هم له 329 هجری قمري کال څخه شروع شوے دے.

که څه هم په تېرو کلونو کښې به د ايران په اسلامي جمهوريت او د نړۍ په نورو سيمو کښې د اهلبيتو عليهم السلام پېروکارو او مينه والو د خوشحالۍ د دې جشن په مناسبت غونډې او محفلونه جوړولو او په بازارونو او سړکونو به يې شيرينۍ او نور خوراکونه په خلقو کښې تقسيمول خو سږ کال په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه خلقو په خپلو کورونو کښې دننه دغه جشنونه جوړ کړل.

په ټول اسلامي ايران کښې بېګا خلق خپلو بامونو ته وختل او د « يا مهمدي ادرکني » غږونه يې پورته کړل. د خپلو خوشحاليو څرګندونه يې وکړه. په دې موقع مونږ د بشريت ژغورونکي ته انتظار کونکو ټولو انسانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو دوستانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو او د هغه ښکلې هستۍ د زر تر زره ظهور دعا کوو چې نړۍ له عدل او انصاف نه ډکه کړي لکه څنګه چې له ظلم او بې انصافۍ نه ډکه وه.

 

ټیګونه

کمنټونه