Apr 10, 2020 15:38 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړکابو۳۵ زره پنځه سوه کسان ښه شوي دي

وروستي راپورونه ښئ چې په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون شپږ لکه کسانو زیات شوی چې له دغه شمیره لږرتر لږه شپږ نوي زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او او له معمومي درملنو رووسته هم کابو د رې لکه دوه شپیته زره کسان ښه شوي هم دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د  ا سلامی ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوي کیانوش جهانپور نن په تهران کې  له خبریالانو سره په خبرو کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ یو زر نهه سوه دوه ا ویا کسان پیژندل شوي دي .

جهانپور وئيلي دي په ایران کې په کروناو یروس د ککړو کسانو له درملنې وروسته دښه کیدا بهیر  تیز شوی دی او تر دې دمه  په ایران کې له ککړو  کسانو څخه له درملنې وروسته پنځه د یرش زره څلور سوه پنځه شپیت کسان  ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

کیانوش جهانپور  وئيلي دي ، د نووموردونو په حسابولو کې تر دې دمه په ایران کې په کوویډ ۱۹ډوله  ناروغۍ داخته کسانو شمیر  اته شپیته زره  یو سل دوه نوي کسانو ته رسیدلی دی .

 هغه  همداراز په تیر شواروز کې   د کرونا ناروغۍ له امله  د یوسل دوویشت کسانو مړینې ته په اشارې سره ووئیل له بده مرغه  تر دې دمه په ایران کې  دکرونا ویروس دقربانیانو شمیر څلور زره دوه سوه دوه دیرش کسانو ته رسیدلی دی . همداراز راپور ښئ تر نن پورې په د رست ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ له اخته کیدو مخکې  د خلکو په معاینه  او چیک اپ کولو کې  د ایران څه دپاسه اویا میلیون  درې لکه پنځه زره کسانو معاینه شوې ده

 وروستی راپورونه ښئ چې  په درستې نړۍ کې  د  کرونا ویروس خوریدا هماغه راز په تیزۍ سره دوام لري او د وروستیو راپورونو په اساس ، تر وروستیو پورې په کرونا ناروغۍ په امریکا   او اروپا کې تر ټولو زیات کسان وژلي دي ، وئیل کیږي ، په امریکا کې په کرونا ویروس تر نن سهار پورې کابو څلور لکه اته شپیته زره  نهه سوه کسان ککړ شوي چې له دغو کسانو  کابو شپاړس زره  اوه سوه کسان مړوه شوي  چې یوازې په تیرشواروز کې په امریکا کې کابو یو زر اوه سوه څلور اویا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . همداراز په  اسپانیا کې هم د ککړو  کسانو شمیر یو لک او ه پنځوس زره دوویشت  او مړي هم پنځلس زره درې سوه اته څلویښت،په ایټالیا کې هم د ککړو کسانو شمیر یو لک څلور څلویښت زره دوه سوه دوه شپیت  او مړي هم  اتلس زره درې سوه نهه څلویښت، په جرمنې کې هم د ککړو کسانو شمیر  یو لک نولس زره دوه سوه څلورڅلویښت او  دمړو شمیر هم د وه زره شپږ سوه اته اویا کسانو ته رسیدلی او همداراز   د اروپا  او دنړۍ په ډیرو هیوادنوو کې دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی .

وروستي راپورونه ښئ چې په درستې نړۍ کې  تر دې دمه په کرونا ویروس  دککړو کسانو شمیر یو میلیون شپږ لکه کسانو زیات شوی  چې له دغه شمیره  لږرتر لږه شپږ نوي زره کسانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی او  او له معمومي درملنو رووسته هم  کابو د رې لکه دوه شپیته زره کسان ښه شوي هم دي .

 

 

ټیګونه

کمنټونه