Apr 16, 2020 04:52 Asia/Kabul
  •  د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو کښې د امريکې فېصله د بشريت په خلاف جنايت دے

د ايران د خارجه وزارت وياند د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو او هغه هم د کورونا په وجه بحراني حالاتو کښې کښې د امريکې د ولسمشر په فېصلې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، دا اقدام د امريکې يو غېر ذمه دارانه اقدام او د بشريت په خلاف جنايت دے.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ وويل چې د روغتيا له نړيوالې ادارې سره د خپل هېواد مالي مرسته به بندوي.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند سيد عباس موسوي پرون دغه فېصله د امريکې د حکومت لخوا د څو اړخيز پالنې او د نړيوالو ادارو د کمزوري کولو په لړ کښې يو بل ګام وبلۀ او هغه يې وغندۀ.

موسوي د دې په بيانولو سره چې د کورونا همه ګير تاثير د نړۍ د خلقو روغتيا، سلامتيا او د ژوند امنيت نېغ په نېغه په خطر اچولی دي زياته کړه، امريکه په ډېر بد وخت کښې او د يو ناڅاپه نړيوال مصيبت په خلاف د جنګ په دوران کښې يوازېنۍ نړيواله غږملونکې ادارې ته سزا ورکوي.

د ايران د خارجه وزارت وياند په دې باندې په تاکيد سره چې د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې له بندولو څخه د ټرمپ اصلي مقصد په امريکه کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په کنټرولو کښې د امريکې د حکومت په ناکامۍ باندې د پردې اچول دي، نړيوالې ټولنې ته بلنه ورکړه چې د امريکې د يو ړخيزو اقداماتو د بې اثره کولو او واحدې نړيوالې جبهې د ساتنې لپاره دې هلې ځلې وکړي او د دغې نړيوالې ادارې ترڅنګه دې اودريږي.په نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر له دوو ميلينو اوړېدلے دے چې تر اوسه يوازې په امريکه کښې د دغو بيمارانو شمېر له شپږو لکو او شپارسو زرو نه زيات شوے دے چې پکښې له شپږويشت زرو دوو سوو نه زيات کسان مړۀ شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه