Apr 18, 2020 14:41 Asia/Kabul

د ایران دفاع وزیر همدرااز د ډير لوړ الوت لپاره ددغو بې پيلوټه الوتکو وړتیاؤ ته په اشارې سره وئيلي دي ، دغه ډرونز له څلویښت تر پنځه څلویښت زره فُټ په لوړتیا کې الوت او تر یو زر پنځه سوه کلومیټر واټن پورې ماموریّت اجرا کولی شي .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي  نن  په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت  پوځ ته د  کرار ، آبابیل  3 ډوله بې پيلوټه الوتکو  او څو کاره جټ  الوتکو  د  سپارلو په دستورو کې  ووئيل دغه محصولات  چې  د ایران د دانش بنیان  د شرکتونو  او د دفاعي صنائعو او پوهنتونونو  له توان څخه په استفادې سره  تیار شوي ، د پام وړ  ډيرې ځانګړنې لري .

 سردار حاتمي  ددې خبرې په کولو سره چې  دغه بې پيلوټه الوتکې د  ایران د اسلامی جمهوریت دپولو په شاوخوا کې د دښمنانو په لیرې واټن کې دخوځښتونو د پيژندونکو  الوتکو په توګه  څارنه کولی شي ، روښانه کړې،دغه بې پيلوټه الوتکې  هغې سنبالتیا ته په  پام سره چې په ډول ډول توغندیو او بمونو سره کیږي،د ځواکونو په پوځي ماموریتونو  کې ورځیني استفاده کیدلی شي .

ټیګونه

کمنټونه