May 04, 2020 05:04 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له اتۀ اويا زرو نه زيات کورونائي بيماران روغ شول

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته اتۀ اويا زره څلور سوه دويشت تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور پرون له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د ۹۷۴ نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې اوۀ نوي زره څلور سوه څلوېشت تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

جهانپور همدارنګ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د اوۀ څلوېښت تنو وفات کېدو ته په اشارې سره زياته کړه په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته کسانو شمېر شپږ زره دوه سوه درې تنو رسېدلے دے.

په نړۍ کښې هم په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر تقريباً درې نيم ميلينو، ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه دوه لکه پينځه څلوېښت زره تنه مړۀ شوي دي او له يو ميلين يو لکو زيات هم ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه