May 04, 2020 05:14 Asia/Kabul
  • روحاني د ايران د طبي عملې او توليدونکو د کوششونو قدرونه وکړه

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا د کابينې په غونډه کښې د ايران د طبي عملې او توليدونکو قدرونه وکړه.

د ولسمشرۍ د دفتر د اطلاع  رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني په دغه غونډه کښې همدارنګ له خلقو وغوښتل چې د تېر وخت په شان دې دروغتيائي دستورالعملونو خيال وساتي چې په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته او مړو شمېر لا ډېر کم شي.

د ايران ولسمشر همدارنګ له کورونا سره د مقابلې د لوازمو او سامونونو د صادرولو لپاره د هېواد په چمتووالي د خوشحالۍ په څرګندولو سره په دې حقله ضروري احکام جاري کړل.

د ويلو ده چې د ايران په اسلامي جمهوريت کښې په دې وروستيو هفتو کښې په موقع اقداماتو او د خلقو د ملګرتيا په وجه په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو ؤ.

 

ټیګونه

کمنټونه