May 16, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د بنديزونو ختمولولپاره د ملګرو ملتو غوښتنه

د ټرمپ حکومت د 2018 کال په مۍ کښې له برجام ايټمي موافقې څخه له وتلو نه پس له زيات نه زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د تاريخ په اوږدو کښې له ټولو بې مخينې بنديزونه لګول او سختول په نظر کښې لرياو په ايران کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو باوجود د دغو غېر انساني بنديزونو په دوام باندې تاکيد کوي.

دغې مسئلې په نړيواله سطح زياتې نيوکې رابرسېره کړې او د ايران په خلاف د ظالمانه بنديزونو د ختمولو لپاره ګڼ شمېر غوښتنې مطرح شوې دي. په دې لړ کښې په وروستي مورد کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د عالي کمېشنرې مېرمن مېشل باشلټ د تېرې  جمعې په ورځ يو ځل بيا له کورونا وائرسو سره په مبارزه کښې له ايران سره د مرستو لپاره د دغه هېواد په خلاف د بنديزونو د ختمولو په ضرورت تاکيد وکړ.

د ټرمپ حکومت د کورونا وائرسو له خپرېدو وروسته د ايران په خلاف د بنديزنو د ختمولو يا ځنډولو لپاره له ګڼ شمېر غوښتنو سره مخامخ شوےدے، خو تر اوسه يې ورته څه توجه نه ده کړې. واشنګټن ادعا لري چې بشردوستانه څيزونه او روغتيائي سامانونه له بنديزونو څه معاف شوي دي خو کارپېژاندي وائي چې د ايران په خلاف بېنکي بنديزونه د دې سبب کيږي چې له ايران سره د مبادلاتو لپاره څه ګروهنه شتون ونه لري. حقيقت دا دے چې زياتره شرکتونه او هېوادونه د امريکې د ثانويه سزاګانو په وجه له ايران سره له مرستې کولوويريږي او دې ترجيح  ورکوي چې د احتمالي سرخوږيو د مخنيوي لپاره هډو له ايران سره حتی د درمليزو او روغتيائي سامانونو په زمينه کښې معاملې کولو ته حاضر نه شي.  د ټرمپ حکومت له دې مخکښې ادعا کوله چې د ايران په خلاف د بنديزونو په موضوع کښې د بشري حقوقو د ملاحظاتو خيال ساتي، خو په عمل کښې يې دغو ملاحظاتوته هيڅ پاملرنه نه دے کړے.

په عين حال کښې خپلو غېر قانوني او زيات طلبو غوښتنو منلو ته د تهران د مجبورولو لپاره د واشنګټن د غېر انساني بنديزونو بې نتيجه والے د دې سبب شوے دے چې ټرمپ له ايران سره متعلق هر ډول پرده اچونه او ظاهرداري څنګته کيږي او د ايران د خلقو په خلاف د اقتصادي ترهه ګرۍ او بشري ضدو اقداماتو د سختولو حکم جاري کړي چې د ايران لخوا له نورو هېوادونو څخه د درملو او بنيادي څيزونو د اخېستلو لپاره د ګڼ شمېر خنډونو رامنځته کول له هغو څخه دي. دغه مسئله د کورونا د خپرېدو په دوران کښې د ايران د طبي او روغتيائي نظام لپاره يو لړ ستر خنډونه رامنځته کړي دي. د اوسني مشکل حالت باوجود د ټرمپ حکومت هم هغه شان د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو د سياست په دوام تاکيد لري.

د دغو ادعا ګانو باوجود د ايران اسلامي جمهوريت په پرېکنده توګه د واشنګټن د غېر قانونو غوښتنو منلو ته د ايران د مجبورولو لباره د امريکې د بې مخينې دباونو په وړاندې په پرېکنده توګه ټينګ ولاړ دےاو همدا مسئله د ايران په وړاندې د ټرمپ د حکومت په سياست کښې د بندون سبب شوې ده.

له بلې خوا د ايران په خلاف د بنديزونو د کمولو او ختمولو لپاره غوښتنې ورځ په ورځ په زياتېدو دي او د ايران د نړيوالو ملاتړو نه علاوه حتی د واشنګټن اروپائي انديوالانو هم دغه غوښتنه مطرح کړېده. منجمله د اروپا د پارلېمان يو شمېر استازيو د مۍ په ديارلسمه نېټه د اروپائي اتحاديې د خارجه سياست مشر جوزپ بورل او د اروپا د شورا مشر شارل مېشل  ته په يو ليک کښې  د کورونا وائرسو د خپرېدو په دوران کښې د ايران او نورو هېوادونو په خلاف د بنديزونو د ځنډولو غوښتنه وکړه.خو واشنګټن په ډېرې بې شرمۍ سره د دغو انساندوستانه غوښتنو په وړاندې مقاومت کوي. په دې چوکاټ کښې د امريکې خارجه وزارت د روان ميلادي کال د اپرېل په وروستيو وختونو کښې په يوې بيانيه کښې د ايران د بنديزونو د لغو کولو هلې ځلې جعلي وبللې او وې ويل د ايران په خلاف بنديزونه نه شي ختمېدې. د نړيوالو تعلقاتو استاد جمال زهران د وېنا له مخې په ايران کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په دوران کښې  د دغه هېواد په خلاف د امريکې د بنديزونو دوام د بشريت په خلاف جنايت ګڼل کيږي.

---------

 

ټیګونه

کمنټونه