May 20, 2020 16:20 Asia/Kabul
  • د کوييډ ۱۹ بيمارۍ په کنټرولولو کښې د ايران پرمختګونه د روغتيا د نړيوالې ادارې د استازي له نظره

د ايران اسلامي جمهوريت د تېرو هفتو او مياشتو په دوران کښې د کوييډ ۱۹ نومې بيمارۍ د کنټرولولو په لړ کښې ډېر ښه پرمختګونه لري دي.

په ايران کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې استازي کرېسټف هېملمېن وړمه ورځ د سلامت د نړيوالې ټولنې د درې اويايمې غونډې ترڅنګه چې د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه د دې خبرې په کولو سره تاکيد وکړ: اوس په ايران کښې په دې لړ کښې هيڅ مشکل نشته او بيماران د ضرورت وړ تخصصي خدمات ترلاسه کوي.

هېملمېن له ايران سره د د ملګرو ملتو او د روغتيا د  نړيوالې ادارې په شمول له ملګرو ملتو سره د وابسته آژانسونو مرستو ته په اشارې سره وويل: اوس ايران د حفاظتي جامو، ماسکونو او د وېنټي لېټرو او تنفسي آلاتو په شمول د طبي سامانونو په زمينه کښې د کورني توليد د ظرفيت له زياتېدو او حتی تشخيصي کېټونو له صادراتو سره مخامخ دے.  

په دې بهير کښې د پام وړ ټکے هغه پراخه روغتيائي او مخنيونکي اقدامات دي چې په ايران کښې د کوئيډ ۱۹ نومې بيمارۍ د کنټرولېدو سبب شوي دي او د مړينې اندازه ډېره کمه شوې ده.  په دې زمينه کښې کاميابۍ په وړومبۍ مرحله کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د کوششونو له اندازې سره تړاو لري او دويم ګام په کورونا وائرسو د اخته کسانو پېژندګلي او د هغوي د ژغورنې لپاره کوشش دے.  په دريمه مرحله کښې  ترټولو مهم اقدام د اجتماعي فاصلې رامنځته کول او د هغو کسانو قرنطينه کول دي چې په کوئيډ ۱۹ بيمارۍ باندې مشکوک  دي.

په دې بهير کښې د پام وړ ټکے د روغتيا د نړيوالې ادارې په تائيد سره په ايران کښې د دغو دريو مرحلو پراخه روغتيائي اقدامات په کاميابۍ سره اجرا او تعقيب شوي دي.

د ايران د روغتيا وزير سعيد نمکي وړمه ورځ د سلامتيا د نړيوالې ټولنې په درې اويايمې غونډې کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه دکورونا وائرسو له خپرېدو سره د ډله ايزې مبارزې لپاره په ملاتړ او غږملتيا کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې له مهم رول څخه په قدرونې سره تاکيد وکړ، د ورغتيا نړيواله اداره د ملاتړ مستحقه ده نه دا چې د ځينو هېوادونو لخوا جرمانه شي.

د کورونا د خپرېدو به کنټرولو او علاج معالجه کښې د ايران د توانمنيو په باره کښې د ايران د روغتيا د وزير او د روغتيا د نړيوالې ادارې د استازي څرګندونې دوه مهمو موضوع ګانو ته اشاره لري. وړومبۍ موضع چې د کرېسټف هېملمېن په څرګندونو کښې بيان شوه په ايران کښې د ستائنې وړ پرمختګونه او د دغو وائرسو له خپرېدوسره د مقابلې په لړ کښې د روغتيا له نړيوالې ادارې سره هراړخيزه تعاون دے چې د ايران لپاره يو لوے وياړ ګڼل کيږي.

بله مهمه موضوع د کورونا بحران په سختو حالاتو کښې د امريکې د بشري ضده بنديزونو بحث دے. امريکه له يوې خوا کوشش کوي چې د بنديزونو په سختولو سره د ايران لپاره حالات سخت کړي او له بلې خوا يې په پروپېګنډو سره د روغتيا نړيواله اداره هم ترسخت مالي دباو لاندې راوستلې ده چې په دې طريقې سره په امريکه کښې د کورونا بحران د مديريت په څه رنګوالي کښې کم کاري او افتضاګانې توجيه کړي.

د امريکې لخوا د دغه چلند دوام په قطعي توګه د ټولو هېوادونو او حتی د امريکې د خلقو په زيان دے. هم هغه ډول چې د ايران د روغتيا وزير ويلي دي د کورونا وائرسو په همه ګيرۍ باندې د غلبې لپاره نړيوال پيوستون او ملګرتيا بنيادي اهميت لري او په دغه اندازه درملو او واکسنو ته د ټولو هېوادونو عادلانه او په موقع لاسرسائي هم اهميت لري.

---------------

 

ټیګونه

کمنټونه