May 22, 2020 12:54 Asia/Kabul
  •  اسرائيل د بشري حقوقو ترټولو لوے خلاف ورزي کونکے دے

د ايران خارجه وزير صهيونېسټ رژيم د بشري حقوقو ترټولو لوے خلاف ورزي کونکے وبلۀ.

محمد جواد ظريف نن جمعه د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: اسرائيلي رژيم يوازينے لورے دے چې په سيمه کښې ايټمي وسله لري او د نړيوالې صلحې او امنيت لپاره يو ډېر لوے ګواښ  دے.

هغه په دې باندې په تاکيد سره چې د قدس نړيواله ورځ د فلسطين دخلقو د حقوقو د راژوندي کولو او د غاصب اسرائيلي رژيم د نابودۍ ورځ ده يادونه وکړه: د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه دسيسې ثابته کړه چې واشنګټن د تيريګر شريک دے او څه اميد ورته نه شي لرل کېدې.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د فلسطين د مسئلې حل لاره د رېفرېنډم جوړول دي.

نن د روژې د مبارکې مياشتې وروستۍ جمعه چې د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) به نوښت د قدس نړيواله ورځ نومولې شوې ده په ټوله نړۍ کښې نمانځل کيږي.

امروز 22 مه 2020 برابر با 28 رمضان 1441 هجری قمری آخرین جمعه ماه مبارک رمضان به ابتکار امام خمینی (ره) بنیانگذار کبیر جمهوری اسلامی ایران روز جهانی قدس نامگذاری شده ‏است.

 

ټیګونه

کمنټونه