May 22, 2020 15:22 Asia/Kabul
  • په سيمه کښې د  صهيونېسټ رژيم د زوال د وخت په نزدې کېدو د معظم رهبر تاکيد

«بې شکه چې د صهيونېزم وائرس به زيات ونه پائيږي او د ځوانانو په ايمان او غېرت سره به يې جرړې له سيمې اوځي او له منځه به لاړ شي.‎»

د اسلامي انقلاب معظم ر هبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي نن د جمعې په ورځ د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپله يوه وېنا کښې د دې واقعيت په بيانولو سره  د سيمې د واقعاتو د بهير په يوې بشپړه شننه کښې د اوسني ستر او مقدس جهاد د دوام په اړه اوۀ مهمې سپارښتنې وکړې.

«په يوازې د فلسطين يا له زيات نه زيات په عربي مسئلې پورې د فلسطين د موضوع نه محدودول»، «له بحر نه تر نهره د فلسطين د ټولو زمکو آزادي او خپل ټاټوبي ته د ټولو فلسطينيانو ستېدل»، « په ظالمو لويديځو قوتونو او وابسته نړيوالو ټولنو او د سيمې په ځينو پېروکارو و بې عزته حکومتو  باندې له اعتماد کولو ډډه کول»،«په اسلامي نړۍ کښې د غېرتمنو ځوانانو جدي غوښتنه او مطالبه»، «هلاکونکو او زيان رسونکو واقعيتونو سره مبارزه»، د فلسطين په ټولو زمکو کښې د جهاد د ډګر پراختيا او د مبارزې دوام» او « د فلسطين د ټولو دينونو او قامونو د يو رېفرېنډم جوړول» د حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي اوۀ سپارښتنې وې.

 د فلسطين د قضيې په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر بيانات او سپارښتنې په دوو مهمو او سټراټيجکو مسئلو باندې تاکيد لري چې له يوې خوا په اسلامي نړۍ کښې سياسي پوهانو ته خطاب دے او له بلې خوا د فلسطين د مظلوم ولس د حقوقو پوره کېدل نتيجې د رسېدو صحيح لاره بيانوي.

هم هغه ډول چې معظم رهبر اشاره وکړه، د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس د فلسطين لپاره په مبارزه کښې يو نوے باب پرانېستل شوے دے او نن د مقاومت د محاذ په همت او ارادې سره د مبارزانو په ګټه د قوت موازنه بدله شوې او راڅرګنده شوې ده.

خو په دې زمينه کښې ځينې تحرکات موجود دي چې د هم هغو شاتګ کونکو او سازش کونکو ډلو د پېروۍ دوام دے چط تر اوسه د امريکې، اروپا او اسرائيلو د دباونو او سپکاويو په وړاندې د له تسليمېدو نه بغېر څه نتيجه نه ده لرلې.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغه تسليمېدو نتيجه له غاصبانو او د هغوي له ملاتړو سره د خبرو اترو لوري ته د مبارزې د لارې راکښل وبلله او دا خبره يې څرګنده کړه چې په داسې حالاتو کښې په ايران کښې د اسلامي انقلاب څرګندېدو د فسطين لپاره په مبارزه کښې نوې باب پرانېستۀ او د مقاومت د محاذ په رامنځته کېدو سره د صهيونېسټ رژيم لپاره کار لا سخت شو او البته په راتلونکو وختونو کښې به لا زيات سخت شي.

د اسرائيلو غاصب رژيم په  1948کال کښې د تشکيلېدو له وخت تل د دوو هدفونو په تکل کښې ؤ او دے.

وړومبے هدف د غاصب والي باوجود د رواوالي حاصلول دي چې دغه هدف يې پوره نه شو، ځکه چې د فلسطين مقاومت د اسرائيلي رژيم رواوالے له خنډ سره مخامخ کړے دے.

دويم هدف يې د مسلمانانو په وړومبۍ قبلې بيت المقدس باندې تسلط او د قدس شريف د اسلامي تشخص ختمول دي.

نو له دې امله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سټراټيجکه سپارښتنه په ټولو فلسطيني زمکو کښې د جهاد د ډګر د پراختيا او د مبارزې د دوام په ضرورت باندې تاکيد دے.

بې له شکه د ستنېدو حق، د خپل برخليک د ټاکلو حق او د ټول فلسطين د يو خپلواکه حکومت د جوړولو حق د نړيوالو حقوقو د منشور په چوکاټ کښې د فلسطين د ملت د حقوقو له مهمو عنوانونو څخه دي. د همدغه اصل په بنياد دي چې حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په خپله اومه سپارښتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره  چې فلسطين له ټولو فلسطينيانوسره تعلق لري او پکار دے د هغوي په  ارادې سره يې چارې وچلولې شي يو ځل بيا د ټولو فلسطيني اديانو او اقوامو د رېفرېنډم جوړېدو لپاره د اسلامي جمهوريت پلان مطرح کړ او دا خبره يې په ګوته کړه چې دغه پلان ښودنه کوي چې له يهودو سره د دښمنۍ ادعا چې په لويديځو رسنيو کښې تکراريږي په کلي توګه بې بنياده ده.

معظم رهبر په خپله نننۍ وېنا کښې په دې لړ کښې يو بل واقعيت ته هم اشاره وکړه او وې وفرمايل: هغه څه چې پکار دے له منځه لاړ شي صهيونېسټي نظام او صهيونېزم دے.

---------

 

ټیګونه

کمنټونه