May 23, 2020 12:10 Asia/Kabul
  • د خرمهشرآزادولو د ایران د ملت په ضد دنړیوال استکباردسیسه شنډه کړه

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د روژې دمبارکې میاشتې د پاي او اودنیکمرغه وړوکي اختر درارسیدو په باب په مبارکۍ وئيلو سره په ډاګه کړې ،سپيڅلی حرمیّن او زیارتونه د روغتیائي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره له نیکمرغه کوچني اختره وروسته پرانیستل کیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامي ایران ولسمشرحسن روحاني نن دخرمشهر د آزادۍ  دکلیزې په ورځ له کرونا سره د مبارزې دملی کمیټې په غونډې کې دې ته په اشارې سره چې دخرمشهر آزادولو ورځ  هیڅکله هم هیریدونکي نه دي،ووئيل،د غبرګولې  په دریمه ورځ  دایران په  ضد دنړیوالو استکبار، سمیه ایزه او نړیواله  ستره دسیسه  پاي ته ورسوله.

 دغبرګولې دریمه ورځ،یعنيد ۱۹۸۲کال دمئ په درویشتمه نیټه د ایران په جنوب لویدیځ کې د صدام رژيم دپوځ له سپیرو منګولو دخرمشهر د آزادولو کلیزه ده،دغه ورځ داسلامی ایران په کال هیندارهکې د مقاومت،سرښیندنې  او بري ورځ نومول شوې ده .

 داسلامی ایران ولسمشرهمداراز د خرمشهر  د آزادۍ د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره زیاته کړې،دایران ملت په دغه ورځ ښودلې،که  په سیمې او نړۍ کې درست مخالف هیوادونه یوه بل  ته لاسونه  سره ورکړي  او د دښمنانو په اختیار کې تر ټولو پرمختللي وسلې  ورکړي،نو دایران  دملت اراده به پر دغو ټولو  غالبه او کامیابه وي .

 ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې د خرمشهر د آزادۍ ورځ ،په هیواد،  سپيڅلي دفاع  او ملی تاریخ کې  ډيره مهمه ورځ ده روښانه کړې،دخرمهشر په فتح کې  دایران د ولس خوشالۍ به هیڅکله هم له یاده ونه وځي .

 د اسلامی ایران  ولسمشر  همداراز په هیواد کې له کرونا ویروس سره  د مبارزې بهیر ته په اشارې سره  ووئيل ، ایران  له کرونا سره په مبارزې کې له  درو مرحلو ،یعني  ددغې ناروغۍ له دقیق اعلان مرحلې ، د کروناد خوریدا له خطرناکې مرحلې او  په دې اړه  له هدفمن  واټن یا هماغه سوشل ډيسټنسیګ له مرحلې تیر شویاو څلورمې مرحلې یعني،دکرونا دکنټرولو مرحلې ته رسیدلی دی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  په څلورمې مرحلې کې،یعني د ککړو کسانو دپيژندنې او دهغو د جلا کولو په بهیر کې د چټکتیا په موخې سره د  ناروغۍ د مشخص کیدا برخه او څارنه،نوره هم زیاتیږي،وئيلي دي،دهیواد لس ولایتونه،تقریبا  ښه شرائط لري  او د کرونا ویروس د کنټرول په مرحلې کې دي .

  د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د روژې دمبارکې میاشتې د پاي او اودنیکمرغه وړوکي اختر  درارسیدو په باب په مبارکۍ وئيلو سره  په ډاګه کړې ،سپيڅلی حرمیّن او زیارتونه  د روغتیائي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره  له نیکمرغه کوچني اختره وروسته پرانیستل کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه