May 23, 2020 13:03 Asia/Kabul
  • د بندیز دجنایت عاملان به هم د صدام په څیر برخلیک ولري

دایران د ملت مقاومت،د بې ګناه خلکوپه قتل عام او د ښارونو په ړندو بمباریو کې د صدام لعین جنګي جنایتونه او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ له ماتې سره مخامخ کړې .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دخارجه وزارت  نن خرمشهر دآزادۍ د کلیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو او ددې خبرې په کولو سره چې د  امریکا د رژيم بندیزونه  په اقتصادي ترهه ګرۍ سره  دایران د ولس باندې ړنده بمباري ده ټيڼګار کړی،د بندیزو د جنایت  عاملان هم د تاریخ هماغه ځاي ته ځي ، چې دعراق دبعثي رژيم صدام دیکتاتور تللی . 

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي،دایران د ملت مقاومت،د بې ګناه خلکوپه قتل عام او د ښارونو په ړندو بمباریو کې د صدام لعین  جنګي جنایتونه او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ له ماتې سره مخامخ کړې .

 له ایران سره د عراق په تپلی جنګ کې په ۱۹۸۲کال  دبیت المقدس نومې عملیاتو یوه تر مهمه موخه  دخرمشهر آزادول ؤ  چې دغه ښار د عراق د بعثي رژيم د نیواک له ۵۷۸ ورځو وروسته  آزاد شو .

 

ټیګونه

کمنټونه