May 23, 2020 14:55 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړکابو یولک څلورزره کسان ښه شوي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر کابو پنځه میلیون او درې لکه پنځویشت زره کسانو ته رسیدلی چې له دغه شمیره لږترلږه درې لکه څلویښت زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز څه دپاسه دوه میلیون اویو لک اویا زره ککړ کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران  دروغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې  په کرونا د  ککړو کسانو د شمیر   په باب  له خبریالانو سره په خبرو کې  وئیلي دي ، په تیرو شواروزو کې په ویروس نور یو زر اته سوه  نهه شپیته ککړ کسان پیژندل شوي   او په دې توګه تر دې دمه په ایران کې په کرونا ویروس یو لک درې دیرش زره  پنځه سوه یوویشت کسان ککړ شوي دي .

 جهانپور  همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په  کرونا ویروس د نورو ۵۹ککړو  کسانو  مړینې ته په اشارې سره  وئیلي دي،ددغو مړینو سره په ایران کې د  کرونا ویروس له امله د قربانیانو شمیر اوه زره  درې سوه شپيتوتنو ته رسیدلی دی .

ټیګونه

کمنټونه