May 24, 2020 12:01 Asia/Kabul
  • د ایران  او ونزویلا سمندري تجارت او  امریکا ته  دایران خبرداری

په دفاعی چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار سردار جنرال حسین دهقان پرون له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې له ونزویلا سره دایران د سمندری تجارت د بدو نتیجو په باب دامریکا دخارجه وزیر د ادعا په غبرګون کې وئيلی دي،د ایران دریځ روښانه دی،هر هغه اقدام چې امریکایان ئې وکړي،حتما به د ایران اقدام پښمانه کونکی او غاښ ماتونکی وي .

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په کارائيب سمندر کې د امریکایانو ځینوخوځښتونو ته په اشارې سره وئیلی دي،که په کارائیب سمندر یا د نړۍ په کونج کونج کې  د ایران تیلی کشتۍ د امریکایانو له خوا له مشکل سره مخ شي،نو باید یاد دې وساتي چې د دوي لپاره به هم همداشان مشکل رامینځةشي .

 ډاکټر حسن روحاني  پرون  د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټيلیفوني خبرو کې روښانه کړې ده،ایران تل دځان لپاره دملی ګټو دتامینولو،له حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا څخه ددفاع  روا حق ته ډ ير زیات اهمیّت ورکوي  او هیله مند یوو امریکایان داسې کومه تیروتنه ونه کړي .

د ایران  او ونزویلا سمندري تجارت،د امریکایانو له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی،دامریکااوسنی حکومت چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو پسې ئې د ایران په ضد بندیزونه سخت کړي دي،اوس د سمندر په آزادو اوبو کې  د ایرانیو تیلي کشتیو  آزاد تګ راتګ  نشي زغملی.

Image Caption
Image Caption

 

د ونزویلاپه لور د ایرانیو تیلي کشتیو حرکت،د سمندري تجارت اهمیّت نندارې ته وړاندې کوي .اوس د نړۍ څه دپاسه نوي فی صدي تجارت د سمندري ټرانسپورټ له لارې ترسره کیږي او په دغه شان شرائطو کې په نړیوالو سمندري حدودو کې شتون کوم خاص هیواد ته نه محدودیږي  او درست هیوادونه  له دغه سمندري حقه استفاده کولی شي .

د سمندر له لارې د نړۍ دتجارت ترټولو زیاتې اندازې،په سمندر کې دتیلو او ګیسو د سرچینو شتون او دسمندري امنیت اهمیّت ته د هیوادونو ډیر زیات پام اوښتی دی،ځکه چې د نړیوالو  په ژوند او اقتصاد په تیره بیا په اوسنیو شرائطو کې ئې رول  نه انکاریدونکی دی .

 دایران جغرفانیائي  موفعیّت  او لاس رسی چې  په جنوب کې آزادو سمندری حدودو ته  د  فارس خلیج او عمان سمندر له لارې او له شماله هم د کسپيّن سمندرګي د څنډې له هیوادونو سره نښلول شوی دی،د سمندر کچ کونې  په ارزښتمنې او فعالې حوزې کې د نړۍ برخمنو هیوادونو  برخه دی .دسمندری تجارت  سټراټژيک رول ته دایران له پام سره په یووخت،په سمندر او آزادو اوبو کې په امنیت  ډير زیات ټينګار کړی او په نړیوالو سمندري حدودو کې د ایران د پوځ دسمندري ځواک د ماکوګانو ماموریت او په سټراټژيکو سمندري لارو کې شتون،د سمندري امنیت په پوره کولو کې  دډله ایزې ملګرتیا لباره دایران مسئولیّت منل  نندارې ته وړانډې کوي .

 په دغه شان شرائطو کې،د ونزویلا په لور د ایرانیو تیلی کشتیو حرکت او ددغه هیواد ته ئې رسیدا یو روا او په نړیوالو قوانینو کې روښانه شوی حق دی او د امریکا له خوا هر ډول سمندري مزاحمت او مشکل جوړول به  د ایران له پریکنده  غبرګون سره مخامخ شی .

 په همدې چوکاټ کې په دفاعی چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار سردار جنرال حسین دهقان پرون له ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې له ونزویلا سره دایران د سمندری تجارت د بدو نتیجو په باب دامریکا دخارجه وزیر د ادعا په غبرګون کې وئيلی دي،د ایران دریځ روښانه دی،هر هغه اقدام چې امریکایان ئې وکړي،حتما به د ایران  اقدام پښمانه کونکی  او غاښ ماتونکی وي .

 اسلامی ایران د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم د نښتو اوجنګ جګړو پيلونکی نه دی،مګر دا چې دایران ګټې ټارګټ شي.د لویدیځي آسیا د مقاومت قوماندان جنرال شهیدقاسم سلیماني د ترور پيښه او دایران پریکنده ځواب  وښودله چې تهران تل د ځان لپاره د ملی ګټو دتامینولو،د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّتد دفاع روا حق  خوندي ګڼي .

 د نړۍ اوسنی  وضعیّتچې له کرونا ویروس خوریدا سره لاس او ګریوان ده،  په درستو ډګرونو په تیره بیا په اقتصادي او طبي ډګرونوکې ګډو ملګرتیاؤ ته د هیوادونو پام اوښتی دی او د ایران او ونزویلا سمندري  تجارت هم په همدې چوکاټ کې  د ارزونې وړ  دی .

 

ټیګونه

کمنټونه