May 25, 2020 05:58 Asia/Kabul
  • د لبنان د جنوب ازادی په سیمه کی د مهموبدلونونوپیلامه وه

ښاغلی لاریجانی خپل لبنانی همڅنګ نبیه بری ته په یوه پیغام کې د صیهونیسټ رژیم له نیواکه د لبنان د جنوب د ټاټوبیو د ازادۍ د کلیزې په مبارکی ویلو سره زیاته کړه بی شکه دغه ستره پیښه د قدس د نیواکګر رژیم په وړاندې د سیمې د خلکو د مبارزو په تاریخ کې زرینه پاڼه بلل کیږی

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی وویل د لبنان د جنوب ازادی په سیمه کی د مهموبدلونونوپیلامه وه چی د قدس د نیواکګر رژیم پرضد د اسلامی مقاومت د بشپړه بریالیتوب او د ټولو نیواکی ټاټوبیو د ازادۍ سبب به شی .

ښاغلی لاریجانی  خپل لبنانی همڅنګ نبیه بری ته په یوه پیغام کې د صیهونیسټ رژیم له نیواکه د لبنان د جنوب د ټاټوبیو د ازادۍ د کلیزې په مبارکی ویلو سره زیاته کړه بی شکه دغه ستره پیښه د قدس د نیواکګر رژیم په وړاندې د سیمې د خلکو د مبارزو په تاریخ کې زرینه پاڼه بلل کیږی چی د اسراییلو د ماتې نه خوړولو تصور او د هغه چټی والې په ټولو روښانه کړ .

صیهونیسټ رژیم د ۲۰۰۰ کال د می په ۲۵ له ډیرو پوځی وسونو سره سره د لبنان د مقاومت د ځواکونو په وړاندې تسلیم او د لبنان له جنوبه تیښتې ته مجبوره شو . د لبنان خلک هر کال د بریالیتوب او مقاومت ورځې په توګه په دغه ورځ جشن لمانځی .

 

ټیګونه

کمنټونه