May 25, 2020 15:15 Asia/Kabul
  • عون ته د روحاني پېغام؛ د اېشيا په لويديځ کښې د لبنان د مقاومت ځلا

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د غاصب صهيونېسټ رژيم په وړاندې د لبنان د خلقو د وياړجنې کاميابۍ د کليزې او د مقاومت د اختر په رارسېدو د لبنان حکومت او ملت ته مبارکي وويله.

ولسمشر حسن روحاني پرون د لبنان ولسمشر مېشل عون ته په يو پېغام کښې وويل، د لبنان د سړو او ښځو په ټينګ اودرېدونې او مقاومت سره د صهيونېسټ رژيم په وړاندې کاميابي يو له افتخار نه ډک مېډال  دے چې د لبنان د ټولو خلقو په سينې باندې ځليږي.

د لبنان د مقاومت او خلقو له اتلسو کلونو ټينګ اودرېدونې نه پس بالاخر اسرائيلي رژيم د ۲۰۰۰ کال د مۍ په پينځويشتمه د لبنان له جنوب نه په شاتګ مجبور شو او دغه ورځ په لبنان کښې د مقاومت او آزادولو د اختر په نامه نومولې شوې ده.

دغه تاريخي کاميابي له ۲۰۰۰ کال نه وروسته د لبنان د سياسي او اجتماعي بدلونونو په بهير کښې د عطف يو ټکے رامنځته کړ او د سرائيلو او د ترهه ګرو ډلو په وړاندې د لبنان د خلقو د ورپسې کاميابيو پېلامه وه. د لبنان له جنوب نه د اسرائيلي فوځيانو وتلو وښودله چې د لبنان خلق به په مقاومت، ټينګ اودرېدنې او يو زړۀ توب سره خپلو غوښتنو ته اورسيږي.

د لبنان د فوځ قوماندان جوزف عون د لبنان د جنوب د آزادېدو د شلمې کليزې په مناسبت وويل، د مقاومت او آزادېدو اختر د اسرائيلو په وړاندې د لبنان يوه ستره او تاريخي کاميابي ده.

له دغې تاريخي کاميابۍ وروسته اسرائيلي رزيم د امريکې او د سيمې د ځينو عربو رژيمونو په ملګرتيا سره کوشش وکړ چې د لبنان مقاومت د دغه هېواد د کورنيو بدلونونو له مېنځ نه څنډې ته وشړي خو د لبنان د جنوب له آزادېدو نه پس مقاومت تل د کاميابۍ په لاره کښې حرکت کړے دے.

په ۲۰۰۶ کال کښې درې دېرش ورځني جنګ او د اسرائيلي رژيم د فوځ په وړاندې د لبنان د حزب ا...بيا کاميابۍ يو ځل بيا د لبنان د خلقو او فوځ ترڅنګه د مقاومت د شتون د کارنده توب اهميت اثبات ته اورسوۀ. د خلقو، مقاومت او فوځ انډول د سرائيلي رژيم د فوځ د تحرکاتو په وړاندې د لبنان د ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا ساتنه کړې ده.

د لبنان په سياسي او ميداني ډګر کښې د لبنان د مقاومت کارنده توب د دې سبب شو چې دغه ولسي ځواک تل د بهرنيو دسيسو هدف وګرځي خو د لبنان د خلقو، حکومت او فوځ هوښيارۍ او بېدارۍ دغه دسيسې ناکامه کړې دي. د لبنان حزب ا... د ملي او ځاي قواعدو په چوکاټ کښې لوبه کوي او اوس د لبنان په پارلېمان او حکومت کښې هم موثره شتون لري.

د لبنان مقاومت د دغه هېواد په ټولنه چې يو سياسي تاثير کونکے بهير پېژندل کيږي چې د لبنان د سياسي ثبات د دوام لپاره د ملګرتيا تر څنګه يې د دغه هېواد له زمکنۍ بشپړتيا او يو واحد حاکميت څخه دفاع کړې او قيمت يې ادا کړےدے. د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د اسرائيلي رژيم او ترهه ګرو د فوځي تحرکاتو په وړاندې د لبنان پائېداره امنيت د حزب ا... د وسلې کارنده توب اثباتونکے دے چې د لبنان د خلقو او فوځ ترڅنګه د دغه هېواد له ملي ګټو څخه دفاع کوي.

د اسرائيلي رژيم او د دغه رژيم تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو په وړاندې د لبنان د مقاومت کاميابۍ د عربي نړۍ کاميابۍ هم ګڼل کيږي، ځکه چې د اېشيا په لويديځه سيمه کشې د مقاومت محور د اسرائيلو او امريکې د دسيسو په وړاندې يو مضبوط بند  دے چې د عربو نړۍ بنياد يې هدف ګرځولے دے.

 

ټیګونه

کمنټونه