May 27, 2020 15:43 Asia/Kabul
  • ایران کښې د کرونا ۱ لاک ۱۱ زره ناروغان ښه شوې دي

د ایران د روغتیا وزارت وویل: تراوسه په ایران کښې یو لاک یوولس زره او یوسل شپږاویا کسان له کرونا ښه شوې دي او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت وویل: تراوسه په ایران کښې یو لاک یوولس زره او یوسل شپږاویا کسان له کرونا ښه شوې دي او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.

کیانوش جهانپور نن په ایران کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله څرګنده کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲ زره او ۸۰ تنه نوي ناروغان پيژندل شوې دي.

جهانپور زیاته کړه چې په ایران کښې د کرونا د ټولو ناروغانو شمیر ۱ لاک ۴۱ زره او ۵ سوه ۹۱ کسانو ته ورسید.

هغه هم داشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۵۶ ناروغانو مړینې ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د وژل شویو کسانو ټول شمیر ۷ زره او ۵ سوه ۹۴ تنو ته رسیدلې دی.

 

ټیګونه

کمنټونه