May 27, 2020 16:04 Asia/Kabul
  • له نورو هیوادونو سره د ایران تجارت په امریکایانو پورې هیڅ اړه نه لري

ایران په تیرو ورځو کښې په ونزویلا کښې د پټرولو د برابریدو ستونزې ته په پام سره خپلې پنځه تیل وړونکې کشتۍ دغه هیواد ته ولیږلې.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې وینزویلا ته د ایران د تیل وړونکو کشتیو لیږلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ایران د تجارت په لړ کښې د امریکایانو لاسوهنه له هیڅ قانون سره سمون نه خوري.

ایران په تیرو ورځو کښې په ونزویلا کښې د پټرولو د برابریدو ستونزې ته په پام سره خپلې پنځه تیل وړونکې کشتۍ دغه هیواد ته ولیږلې.

د اسلامي ایران ولسمشر په دوام کښې په دې خبرې سره چې هیواد یې د کرونا وایرس پر خپریدو سربیره د امریکې له غیرقانوني بندیزونو سره هم مخامخ شوی دی، وویل: د ایران د خلکو، حکومت او نورو قواؤ او د وسله والو ځواکونو ترمینځ وحدت د امریکې د دسیسو مخه نیسي.

 

ټیګونه

کمنټونه