May 27, 2020 17:34 Asia/Kabul
  • یوولسم پارلیمان ته د انقلاب د معظم رهبر پيغام، په مهمو هیلو او سټراټیجیو باندې ټینګار

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د یوولسم پړاؤ فعالیت نن په یولړ مراسمو کښې د انقلاب د معظم رهبر په پیغام سره پيل شو.

په دغه پيغام کښې چې نن سهار حجت الاسلام والمسلمین محمد محمدي ګلپایګاني د اسلامي شورا د یولسم پړاؤ د پرانیستې په مراسمو کښې ولوسته، حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اقتصاد او کلتور د هیواد د وړومبیتوبونو په سر کښې دی، استازو ته د کمزورو پرګنو معیشت معیشت، د کار کسب او تولید او تورم په شان د اقتصاد د اصلي لیکو اصلاح، د نظارتي دندو په ترسره کولو کښې د تقوا او انصاف خیال ساتلو، په مهمو پيښو کښې انقلابي دریځنیونو او له مجریه او قضائیه قواؤ سره ورورولیز تعامل ته د وړومبیتوب ورکولو په شان چارو سپارښتنه وکړه.

د انقلاب معظم رهبر د پارلیمان یوې دندې ته یعنې د هیواد د پراختیا د اووم پروګرام برابرولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دې دندې ته او هم د حکومت په مالي سرچینو کښې د اومو تیلو د ټاکونکي رول کمیدو ته په پام سره چې د هیواد د اقتصادي کرخې د انځورولو لپاره یو غنیمت فرصت دی، تاسو عزیزانو ته زما بله سپارښتنه ده.

د انقلاب د معظم رهبر پهغان په یولړ ټکیو باندې ټینګار لري چې د راتلونکو پړاؤنو لپاره د یو ګټه ور او کاري او اغیزناک پارلیمان لازمه ده.

په روان پړاؤ کښې د بندیز حالاتو ته په پام سره له دې حالاتو د تیریدو لپاره د کورنیو توانمنیو د کارولو او معیشت او اقتصاد ته د پاملرنې او امید رامینځټه کولو او د پيوستون پياوړتیا ته پاملرنه د پارلیمان د یوولسم پړاؤ ډیر مهم وړومبیتوبونه دي.

په دې چوکاټ کښې د خلکو له اړتیاؤ سره سم د اقتصادي ستونزو هواری، د بازار د وضعې کنټرول، د نقدو پيسو کنټرول او له پوه بنسټه فعالیتونو ملاتړ هغه مهم وړومبیتوبونه دي چې پارلیمان ورته باید لازیاته پاملرنه وکړي. په عین حال کښې د هیواد د پراختیا د اووم پروګرام د سترو اهدافو تنظیمول هم هغه سټراټیجکه موضوع ده چې د مجریانو له خوا یې په اجرا باندې د کره څارنې ضرورت شته دی. په دې لړ کښې د تخصصي کمیشنونو لافعالول د د نوي پارلیمان یو وړومبیتوب کیدلې شي، د هغو کمیشنونو چې د کارپيژندنې او اجرايي اقدام په کارولو او د مناسبو حل لارو په وړاندې کولو سره د د هیواد د اشتغال، صنعت، کرهڼې، تجارت او کلتوري او ټولنیزو مسائلو په شان برخو کښې د پارلیمان پریکړو ته چټکتیا ورکولې شي.

بې شکه چې پارلیمان په هر ترکیب او جوړښت او سلیقې سره په مشکلاتو د پوهیدو او تعامل ځاې دی او هر کله چې دغه دواړه د یو بل ترڅنګ راغلې دي، نتیجه یې د دباؤنو او ګواښونو په وړاندې د ایران د ولس د ګټو، پرمختګ او اقتدار په ګټه پاتې شوې ده.

په پارلیمان کښې د تهران د خلکو منتخب استازي او د پایدارۍ د جبهې عمومي منشي حجت الاسلام والمسلمین مرتضی آقا تهراني وايي: د قانوني او فیصله کونې اړتیاؤ او ضرورتونو ته په پام سره کومه روحیه چې اوس د یولسم پړاؤ او د هغه د استازو په هکله یادیږي، مقننه قوه په یولسم پړاؤ کښې په خپله د خپلو قانوني دندو په ترسره کولو او له شخصي او سیاسي لابیو په ډډه کولو به ټینګار ولري.

جوته ده چې د یولسم پړاؤ وړومبیتوب په پریکنده توګه د خلکو د برحقه غوښتنو پوره کول دي. په دې وجه تمه کیږي چې د قانون د قانون جوړونې نوې پړاؤ چې په مختلفو اجرايي او مسئولیتي برخو کښې د تجربه لرونکو او ځوانو کسانو یو ترکیب دی، له پام وړ ظرفیتونو او د پارلیمان له اختیاراتو په استفادې سره د هیواد بنیادي وړومبیتوبونو او اړتیاؤ ته په ډیره لوړه کچه پاملرنه وکړي.

له دې نظره یولسم پړاؤ ته د انقلاب د رهبر پيغام په دې لاره د تګ د لارې نقشه او لاره خلاصونکی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه