May 28, 2020 04:36 Asia/Kabul
  • له ايراني سامانونو څخه د افغانستان د خلقو هرکلے

د دوغارون د ګمرک عمومي مدير وويل: د ايراني سامانونو بازار خوښونه او له هغو څخه د افغان ولس هرکلے د دغه هېواد د بازار د رونق سبب شوے دے.

محمد کوهګرد پرون د دې په بيانولو سره چې په اوس حال کښې افغانستان د ايران اتيا فيصده صاداراتي سامانونه د دوغارون ګمرک له لارې صادريږی زياته کړه، د دغو سامانونو صادرات د افغانستان په مختلفو ولايتونو کښې د روزګار پېدا کېدو سبب شوي دي.

هغه همدارنګ له افغانستانه وارد شويو سامانونو ته په اشارې سره وويل: په تېرو دوو مياشتو کښې له افغانستان څخه د اتو لکو اوو اوياو ډالرو په ارزښت يو زر ټڼه سانونه د دوغارون ګمرک ته وارد شوي دي.

په کال کښې د تقريباً يو ميليارډ ډالرو په ارزښت له يو ميلين ټنو زيات سامانونه د دوغارون د ګمرک له لارې افغانستان صادريږي.

 

ټیګونه

کمنټونه