May 29, 2020 08:16 Asia/Kabul
  • یا د ایراني ولس د احترام لاره خپله کړئ یا هم دغه شان منفور پاتې شئ

د ایران د خارجه وزارت ویاند: د ایران ستر ولس د واشنګټن زیات نه زیات دباؤ په زیات نه زیات مقاومت، اوسپنیز هوډ او په کورنیو توانمینو باندې په تکیې سره دړې وړې کوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د ایران په چارو کښې د امریکې د حکومت د ځانګړي استازي "برایان هوک" Brian Hook د وروستیو خندونکو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: د ایران ستر ولس د واشنګټن زیات نه زیات دباؤ په زیات نه زیات مقاومت، اوسپنیز هوډ او په کورنیو توانمینو باندې په تکیې سره دړې وړې کوي.

د ایرنا په لیکنه سید عباس موسوي بیګا په خپل ټویټر کښې ولیکل: امریکا یا باید ماتې ومني او د ایران د ولس د احترام لاره غوره کړي او یا دې هم دغه شان تحقیر، کرکجن والي او خپلې لازیاتې یوازې کیدنې ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې براین هوک وړمه ورځ پّ یولړ خندونکو څرګندونو کښې مدعي شوی و چې د واشنګټن د دباؤنو په وجه د ایران چارواکو فیصله کړې چې یا مذاکره وکړي یا خپله اقتصادي ټوټې کیدل مدیریت کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه