May 30, 2020 04:35 Asia/Kabul
  • د امریکا د معترضانو غږ باید واوریدل شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې ټینګار سره چې د امریکا د کړیدلیو خلکو ځپل او د رسنیو محدودیت باید په چټکۍ سره بند شي وویل په امریکا کښې د اعتراض کونکو غږ باید واوریدل شي .

د ایران د باندنیو چارو وزارت په امریکا کښې د تورپوستو خلکو په وژلې باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره بیګا  وویل د ایران اسلامي جمهوریت په امریکا کښې مرګوني توکمیز توپیر غندي او د دغه هیواد په چارواکو غږ کوي چې د دا ډول وژلو په هکله عدالت اجرا کړي .

د امریکا د پولیسو په نوي توکمیزې وژلې کښې په تیرې دوشنبې ورځ یوه (۱) سپین پوستي پولیس  افسر د مینه سوټا ایالت په مینیا پولیس ښار کښې یو(۱) تورپوستی په ډير ظلم سره وواژه .

د امریکا د مینیاپولیس ښار خلکو د پولیسو د سپین پوستي افسر په لاس د دغه شپږ څلویښت (۴۶) کلن تور پوستي په وژل کیدا باندې اعتراض کښې له تیرې سه شنبې ورځې راهسې د دغه ښار په واټونو کښې مظاهرو ته دوام ورکړی .

د امریکا د پولیسو لخوا د تورپوستو ښاریزو وژل له دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال راپدیخوا زیات شوي او دغه چاره د مدني غورځنګونو د جوړیدا او په ځینو ایالتونو کښې د تاوتریخوالو د رامینځته کیدا سبب شوي .

د امریکا محکمې او عدالتونه معمولا د پولیسو هغه ماموران چې د تور پوستو پرضد جنایت ترسره کوي مجرم نه پیژندي او هغوې ته کومه سخته سزا هم نه ورکوي .

د امریکا د پولیسو سپین پوستی افسر چې  تور پوستی ښاریز یې وژلي و اوس نیول شوی دی 

 

ټیګونه

کمنټونه