May 30, 2020 13:34 Asia/Kabul
  • د ایران په پولو کې امنیت ګډوډونکي به د خپل عمل سزا وویني

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوله ساتونکو پولیسو مرستیال، په سردشت (د ایران شمال لویدیز) کې د هیواد د سرحدي امنیت د دریو شهیدانو د یاد په درناوي وویل: د ایران په پولو کې امنیت ګډوډونکي به د خپل عمل سزا وویني.

د ایران د اسلامي جموریت د پولیسو د قوماندان مرستیال سردار قاسم رضایي، نن د خبریالانو په غونډه کښې وویل: د سردشت سرحدي ښار سخته او دقیق څارنه کښېږي او د ایران ټول پوله ساتونکې د هیواد له ټولې ځمکې څخه د دفاع وظیفه ترسره کوي.

سردار رضایي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د ټولې ځمکې د ساتنې، امنیت او د بشپړه آرامښت لپاره شپه ورځې هڅې کوي.

د ایران د پولیسو د قوماندان مرستیال له عراقي هم منصب سره په کتنه کښې وویل: د ایران او عراق په پولو د آرامښت او امنیت په ساتلو د دواړو هیوادونو لخوا ټینګار شوی دی.

له وسله والې ډلې سره په نښته کښې د جمعې په ورځ د سردشت سرحدي ښار په پوله د ایران درې پوله ساتونکې پولیس شهیدان شوې وو.

په دغه نښته کښې درې وسله وال هم مړ شوې دي.

ټیګونه

کمنټونه