May 31, 2020 16:13 Asia/Kabul
  • له ايران سره د نړيوالې ايټمي ملګرتيا بائيکاټ، د 2231 پرېکړليک په څرګنده خلاورزۍ کښې د امريکې تازه اقدام

د ايران له اسلامي جمهوريت سره په نړيوالې ايټمي ملګرتيا په بائيکاټ کښې د امريکې اقدام د ملګرو ملتو د 2231 پرېکړليک او منشور څرګنده خلاف ورزي ده.

د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي وړمه ورځ د خالي په ورځ په يولړ څرګندونو کښې د امريکې د بائيکاټونو په غندلو سره وويل: دغه اقدام د ايران د اسلامي جمهوريت ذاتي حقوقو ته پاملرنه نه کوي او نړيوال عمومي نظم ګډوډوي.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو د تېر زيارت په ورځ سحر په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، امريکه له برجام سره متعلق بائيکاټي معافيتونه لغو او د ايران دوه ايټمي سائنسدانان بائيکاټوي.

د ايران په ايټمي معافيتونو کښې د اراک د درنو اوبو د ري ايکټور د استعمال بدلون، د فردو د يورانيمو د پخولو د مرکز بدلون، د بوشهر ايټمي بټۍ او د تهران د تحقيقاتي ري اېکټور د سونګو تبادله شامل دي.

ځينو سرچينو وويل، په داسې حالاتو کښې چې د ايران د ايټمي معافيتونو لغو کلو عاقلانه چاره نه ده او که سپينه ماڼۍ د مائک پومپئو د وسوسو په وړاندې په تسليمېدو سره دغه معافيتونه د اګست د وړومبۍ نېټې په ضرب الاجل کښې تمديد نه کړي نو پکار دے په اجبار سره روسيه، چين او اروپائي اتحاديه په دغو پروژوکښې چې په برجام کښې تعريفېدونکې دي د مشارکت په خاطر بائيکاټ کړي.

خو ډونالډ ټرمپ د ايران په خلاف د ډېرو سختو بنديزونو په لګولو باندې په تاکيد سره له دې توهم سره مخامخ شوے  چې کولې شي ايران د يوې نوې موافقې لپاره د خبرواترو مېز ته راکاږي.

د ايټمي ملګرتيا لپاره د معافيتونو لغو کېدل به که څه هم د نورو بنديزونو په شان د ايران د صلح ايز ايټمي فعاليتونو په بهير باندې څه د پام وړ تاثير ونه کړي، خو د نړيوالو حقوقو له نظره د هغو نړيوالو ژمنو د بې اعتباره کولو لپاره يو حرکت دے چې په نړيواله ټولنه يې ناوړه اثرات کيږي.

د جرمنی د اقتصادو فيډرل اتحاديې مشر ديټر کېمف له جرمني خبري آژانس سره په مرکه کښې د ايران په خلاف د امريکې د بائيکاټونو د بيا شروع کولو عواقب اندېښمنونکي بللي او وائي، د امريکې وروستے اقدام  بې ثباتي له ځان سره لرلې شي، ځکه چې نړيوال تعلقاتو او انډولونه د دغو اقداماتو ترتاثير لاندې راځي.

د روسيې خارجه وزارت هم دغه اقدام خطرناک او په اين پي ټي باندې يو بل سخت ګوزار وبلۀ او د يوې بيانيې په صادرولو سره يې وويل: د امريکې لخوا د ايران په خلاف د اعلان شويو بنديزونو نوې څپه د برجام په ايټمي موافقه کښې د حاضرو هېوادونولخوا د ترسره کېدو په حال کښې کوششونو ترتاثير لاندې راوستل دي.

د ايران د خارجه وزارت د وياند څرګندونې په حقيقت کښې همدغه ټکي ته اشاره لري. په همدې  بنياد د ايران اسلامي جمهوريت د دغه اقدام فني او سياسي اثرات له نزدې څخه څاري او په داسې صورت کښې چې د نړيوالو اسنادو او د برجام د مفادو له مخې د ايران په ايټمي حقوقو منفي اثرات وکړي نو د ضروري عملي او حقوقي ګامونو د پورته کولو لپاره به اقدام وکړي.

------

 

ټیګونه

کمنټونه