Jun 01, 2020 05:02 Asia/Kabul
  • په کرونائي بحران کې د ایران د ملت مبارزه تل پاتې ویاړدی

د اسلامی ایران ولسمشر د ایران په ډیرو ولایتونو کې دکرونا ویروس پيزواني کولو ته په اشارې سره ټينګار کړی دی ، دغه بهیر ددغې سپيرې ناروغۍ په وړاندې د خلکو تر بشپړ ډاډمنیدا پورې دوام مومي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ناوخته   دکابینې په غونډې کې  په نړۍ کې  د ځينو پرمختللو  هیوادونو  پر اقتصاد  دکرونائي بحران  اغیزو  او د مرګ ژوبلو له احصایو سره  په پرلته  کولو سره ټينګار کړی ، له کرونائي بحران سره په مبارزې کې د ایران د ملت  او طبی عملې  سل ورځنی کړچار  او زیار  په ترایخ کې په یادګار پاتیکیږي .

 ډ اکټر روحاني  په هیواد کې په کرونا ویروس دککړتیاؤ د احصایو  کمیدا ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، د بستری کیدونکو ،د مړینو د شمیر او دښه کیدونکو  د شمیر پشمول  علمی احصایئې ، د ایران د ملت  او طبي  عملې  د ښې کارنامې ښودنه کوي .

  د اسلامی ایران ولسمشر  د ایران په ډیرو ولایتونو کې  دکرونا ویروس پيزواني کولو ته په اشارې سره ټينګار کړی دی ، دغه بهیر  ددغې سپيرې ناروغۍ په وړاندې د خلکو تر بشپړ ډاډمنیدا پورې دوام  مومي .

 دهغه همداراز  د دښمنانو  له غیر قانوني او غیر انساني بندیزونو سره سره  د  هیواد  چټک پرمختګ د بهیر  د احصایو په وړاندې کولو سره  یادونه کړې ،  د  روان کال  تر وروستیو پورې به  د آبادونې په حوزې کې  درې زره نهه سوه پروژې   افتتاح شي .

ډاکټرحسن روحاني د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني د رحلت د کلیزې د رارسیدا په درشل کې ټينګار کړی،دایران ملت او حخکومت  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي په لارښونو سره  د ډول ډول دسیسو په وړانډې کلک مقاومت کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه