Jun 02, 2020 05:06 Asia/Kabul
  • د ایراني ولس خلاف د امریکې غیرقانوني بندیزونه به هیڅ ګټه ونه کړي

د ایران د حکومت ویاند: د ایران د ولس خلاف د امریکې غیرقانوني بندیزونه به دغه هیواد ته هیڅ ګټه ونه رسوي.

د ایران د حکومت ویاند په دې خبرې سره چې د امریکې خرابونکي اقدامات به له نورو هیوادونو سره د سوداګري اړیکې د دوام او ژورتیا لپاره د تهران په هوډ هیڅ اغیزه ونه کړي، ټینګار وکړ چې د ایران د ولس خلاف د امریکې غیرقانوني بندیزونه به دغه هیواد ته هیڅ ګټه ونه رسوي.

علي ربیعي پرون مازیګر په یوه خبري غونډه کښې د ونزویلا په سواحلو کښې د ایران د تیل وړونکو کشتیو شتون او د امریکې ګواښونو ته په اشارې سره وویل: ایران چې له هر هیواد سره ضروري وګڼي، تجارتي مبادلات به ولري او د ونزویلا سواحلو ته د ایراني کشتیو رسیدل یو ځل بیا د تهران او کاراکاس خلاف په بندیزونو کښې د امریکې د سیاست د ماتې سبب شول او د امریکې لپاره یې په دغې ماتې باندې له داده کیدو پرته بله لاره پرې­نه ښودله.

د ایران د حکومت ویاند همداشان په امریکا کښې د تورپوستو خلاف د دغه هیواد د حکومت د توکمپالې کړنلارې په هکله د تهران دریځ ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران د امریکې په اپوټه، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي خو په دغه هیواد کښې له پراخې توکمپالنې اندیښمن دی.

هغه وویل چې وروستۍ پيښې ښودنه کوي چې امریکا د بشري حقوقو په هکله نورو ته د نصیحت کولو صلاحیت نه لري.

 

ټیګونه

کمنټونه