Jun 02, 2020 05:10 Asia/Kabul
  • د ظریف ټویټ
    د ظریف ټویټ

د ایران خارجه وزیر: د (زانګون پر ستوني) تکنیک دوه کاله مخکښې د اتیا میلیون ایرانیانو خلاف وکارول شو خو ایرانیان یې په ګونډو نه­ کړې شول او افریقايي­ توکمه امریکایانو ته به هم ماتې ور نه کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا د امریکې د پولیسو په لاس د تورپوستي امریکايي ښاریز جارج فلویِډ George Floyd قتل ته په اشارې سره څرګنده کړه: د (زنګون پر ستوني) تکنیک دوه کاله مخکښې د اتیا میلیون ایرانیانو خلاف وکارول شو خو ایرانیان یې په ګونډو نه­ کړې شول او افریقايي­توکمه امریکایانو ته به هم ماتې ور نه کړي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې محمد جواد ظریف په خپل ټویټر ولیکل: د (زانګون پر ستوني) تکنیک کوم نوی څیز نه دی، هم هغه فرقه چې اعتراف کوي دروغ، دوکه او غلا یې عادت دی، په تیرو دوو کلونو کښې یې هم دغه تکنیک د څه باندې اتیا میلیونو ایرانیانو خلاف کارولې دی او د (زیات نه زیات دباؤ) نوم یې پرې ایښې دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي هم د امریکې خلکو ته په خطاب کښې په انګریزۍ ژبه وویل: نړۍ ستاسو د مظلومیت غږ اوریدلې دی او ستاسو ترڅنګ ولاړه ده.

د ویلو ده چې په امریکا کښې یو سپین پوستي پولیس افسر په مینیاپولیس ښار کښې د جارج فلویډ George Floyd په نامه د یو تور پوستي امریکايي ښاریز په ستوني تر هغه وخته زانګون ایښې و ترڅو یې چې ساه ورکړه.

 

ټیګونه

کمنټونه