Jul 01, 2020 14:37 Asia/Kabul
  • ایران ایټمي موافقې ته سیاسي ګوزار نه زغمي

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې تهران تل پر خپلو سیاسي، حقوقي او اخلاقي ژمنو پابند پاتې شوی، ټینګار وکړ چې که امریکایان ایټمي موافقې ته سیاسي ګوذار ورکول وغواړي نو د ایران اسلامي جمهوریت به یې ونه زغمي او پریکنده اقدام به وکړي.

ولسمشر حسن رواني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې په سپینې ماڼۍ کښې د امریکې د نوي حکومت له دیره کیدو د درې نیمو کالو تیریدو ته په اشارې سره وویل: نړیواله ټولنه په دې موده کښې له بې قانونۍ او د تهران خلاف د واشنټګټن د بشري حقوقو ضده او قانون ضده کړو سره مخامخ پاتې شوې ده.

هغه زیاته کړه: که څه هم امریکایان ممکنه ده پخپل حساب کتاب کښې ووايي چې په اقتصادي برخه کښې یې یولړ بریاوې ترلاسه کړې دي خو جوته ده چې له سیاسي، حقوقي او اخلاقي نظره یې په دې درې نیمو کلونو کښې څوڅو وارې ماتې خوړلې ده.

د ایران ولسمشر په وروستیو اونیو کښې په وروستیو اونیو کښې د امریکایانو ماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: تر ننه پورې د امنیت شورا ټول غړي هیوادونه په یو ډول د ایران خلاف د امریکې د پریکړه لیک د مسودې مخالف دي او امریکایانو په امنیت شورا او د نړۍ په عامه افکارو کښې د زمینه سازۍ لپاره هیڅ بریا نه تر ترلاسه کړې.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کښې له ایټمي موافقې او له ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه د دغې شورا د ۱۴ غړو پریکنده ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د یوې بلې سیاسي ماتې نښه وبلله او ټینګار یې وکړ: که مقابل لوري د ټولو برجامي ژمنو پوره کولو ته غاړه کیږدي نو تهران به، په هم هغه شیبه بې له ځنډه په ایټمي موافقې کښې خپلو ژمنو ته په بشپړه توګه ورستون شي.

 

ټیګونه

کمنټونه