Jul 04, 2020 11:17 Asia/Kabul
  • د ایران د سفیر او د روس د انرژۍ د وزیر مرستیال اقتصادي مشورې

په ماسکو کښې د ایران سفیر او د روسیې د انرژۍ د وزیر مرستیال د دواړو هیوادونو ترمینځه د اقتصادي او سوداګرۍ همکارۍ زیاتولو په اړه خبرې اترې وکړې.

په ماسکو کښې د ایران سفیر کاظم جلالي او د روسیې د انرژۍ د وزیر مرستیال آناتولي تیخانوف د جمعې په ورځ په ماسکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کښې  د دواړو هیوادونو ترمنیځه د ټرانسپورټي او کر او د انرژۍ د همکارۍ په زمینه کښې د نوې پروژو اجرا کولو په اړه توافق وکړ.
په دې کتنه کښې همداشان وټاکلې شوه چې د ایران او روسیې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون شپاړسمه دوره به ۲۰۲۰ کال په سپټامبر میاشته کښې ترسره شي.
د روسیې او ایران د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ګډ کمیسیون پنځلسمه غونډه د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشته کښې ترسره شوې وه.
 

ټیګونه

کمنټونه