Jul 04, 2020 12:05 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د ظریف د ښې روغتیا هیله

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته چې د کورونا په ناروغۍ ککړ دی، د ښې روغتیا هیله څرګنده کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پاکستان د بهرونیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لپاره د ژر روغتیا هیله څرګنده کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په خپل ټویټر اکاؤنټ په پاڼه لیکلې و چې په کورونا ککړ شوی دی.
د وروستۍ شمیرو پر اساس، د پاکستان له ۲۲۱ زرو نه زیات خلک د کورونا په ویروس ککړ دي چې له دې څلور زره او پنځه سوه یو پنځوس کسان مړه او یو سل دیارلس زره او شپږسوه دریویشت کسان روغ شوې دي.
 

ټیګونه

کمنټونه