Jul 04, 2020 14:09 Asia/Kabul
  • روحاني: ایران د درملو او طبي اسانتیاو په برابرولو کې لوې دندې ترسره کړي

د ایران ولسمشر د کرونا د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کښې د هیواد اقداماتو ته په اشارې سره وویل: ایران د درملو او طبي اسانتیاو په برابرولو کښې لوې دندې ترسره کړې دي.

د ایران ولسمشر روحاني د نن د شنبې په ورځ د کورونا سره د مقابلې له ملي کمیټۍ په یوه غونډه کښې، له کرونا څخه مخکې او وروستو د نړۍ د اقتصادي حالاتو او بیلابیلو هیوادونو کښې د روغتیایي اقداماتو په پرتله کولو سره زیاته کړه: ایران په دې سختو شرایطو کښې، په خپلو پښو ولاړ دی او د هیواد پوهنتونونو، روغتیا وزارت او ساینس او پوهې بنسټي شرکتونو، د کیټ، د درملو او طبي تاسیساتو او تجهیزاتو جوړولو په برخه کې لوې دندې ترسره کړې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان څرګنده کړه چې د هیواد په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه په عامه سکتور کې د خدماتو وړاندې کول د روغتیا پروتوکولونو او د ماسکونو کارولو سره مشروط دي او وې ویل: له کورونا سره د مقابلې لپاره په سختو شرایطو باندې بریالي کیدو لپاره، یاید خدمت کونکی او خدمت اخیستونکی د روغتیا اصولو ته پام وکړي او د خدمت وړاندې کولو ځایونو کښې هم باید دغه اصولو ته پام وکړي.
روحاني له ایراني څیړونکو چې د کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د واکسن او درمل تولید کولو په زمینه کښې کار کوي ستاینه وکړه.

ټیګونه

کمنټونه