Jul 04, 2020 16:17 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم؛ په لبنان کې د څلورو ایراني ډیپلوماټانو د تښتولو مسؤل دی

په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د څلورو ډیپلوماټانو له تښتولو څخه اته دیرش کاله تیریږي.

سید محسن موسوي چارډ افیرز، احمد متوسلیان، د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت له پوځ سره تړلې او تقي رستګار مقدم د ایران د سفارت فني مرستیال په شمول د ایرنا خبري آژانس خبریال کاظم اخوان په بیروت کښې، د نورلس سوه دوه اتیایم(۱۹۸۲) کال د جولایي په پنځه په یو ترهګره اقدام کښې د لبنان په شمال کښې د برباره له پوست څخه د صهیونیسټي رژیم د اجیرانو لخوا و تښتول شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کښې د دې په اړه څرګنده کړه: لکه څنګه چې په تیرو کلونو کې اعلان شوې، شواهد او قرائن ښودنه کوي چې په لبنان کښې تښتول شوې ایرانې ډیپلوماټان، د رژیم صهیونیسټي پوځیانو ته حواله شوې و او نیولې شوې ځمکو ته منتقل شوې دي او تراوسه د دغه نامشروع رژیم په بند کښې دي.

د ترهګرۍ د دې اقدام اطلاعات او اسناد په نښه کوي د ایلي حبیقه په قوماندانۍ کښې ملیشا ډلې او ورپسې بیا د سمیر جعجع چې په لبنان کښې د صهیونیسټو یوه اډه ګڼلې کېده په دې تښتونه کښې دخیل و. ایراني ډیپلوماټ له تښتولو وروستو هم د دې ډلې په مرسته نیولې شوې فلسطین ته منتقل شوې او هلته دوی د موساد واحدونو ته ورکړل شوي وو.

ایلي حبیقه ویلې و چې دا د اسرائیلو غوښتنه وه چې په لبنان کښې د مسیحي ځواکونو ملیشا ایراني تښتول شوې ایراني ډیپلوماټ اسرائیلو ته منتقل کړی شي. سمیر جعجع هم چې په نورلس سوه دوه اتیایم کال کښې د فالانژ ملیشې له اصلي رهبرانو او فیصله کونکو و، د نورلس سوه اووه نوییم کال د اګست میاشتې په یو دیرشمه نیټه د لبنان چاپ الوسط مجلې په مرکه کښې د دغه تښتول شوې کسانو د صهیونیسټي رژیم په لاس د نیولو او بندولو خبر تایید کړی و.

سید حسن نصر الله په دې اړه وایي:

ځینې نښې شتون لري چې ښایې د ایران تښتول شوې ډیپلوماټان د صهیونیسټي رژیم په بندونو کښې دي. اسرائیلو په خپل راپور کښې ادعا کړې وه چې څلور ایراني ډیپلوماټان د فالانژ په لاس تښتول شوې دي او د دغه ځواکونو په لاس وژلې شوې دي او جنازې یې هم دفن شوې دي. رژیم صهیونیسټ زمونږ دښمن دی او مونږ د هغه په راپور اعتماد نه لرو، لکه څنګه چې مخکې هم په خپلو بندونو کښې د ځینو بندیانو خبر رد کولو خو مشخص شوه چې دغه بندیان د دوي په بندونو کښې و.

په دې ترهګره پیښه کښې څو ټکي شتون لري:

لومړۍ دا چې د دې ترهګره اقدام مسؤلیت او پایلې، ریکاډونو ته په پام سره چې په دارنګه پیښو کښې صهیونیسټي رژیم لري، یقیني او د نه منلو وړ دي.

دویم: په دې برخه کې د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ځنډول دي. که همداشان پیښه د امریکا یا اروپایي هیواد ته را پیښه شوې وی، نو لویه شخړه به رامینځته شوې وه، نو د استازو له لیږلو څخه د پریکړه لیکونو صادرولو پورې په هر ډول د دې مسلې روښانه کولو لپاره بیړنۍ کارونه ترسره شوې و.

دریم دا چې ترهګره اقدامات له پیل څخه د صهونیسټي رژیم خپلو بریدونو ته دوام ورکولو لپاره یوه وسیله ده. په حقیقت کې، اسراییل په سیمه کې د ناامنۍ ، شر او د ترهګرۍ اصلي عامل دی.

د سي آي ای پخوانی کارکونکی ایډورډ اسنوډن وايي:

صهیونیسټي رژیم، امریکا او انګلیس د «جولا جاله» نومې ګډه پروژه طراحي کړې ده چې د دې له مخې، سوریه په ټوله نړۍ کې د تروریستي عناصرو د خپریدو مرکز ګرځیدلی دی.

د انګلیسي ژبې ورځپاڼه اینډیپنډنټ هم څه موده مخکې د نړۍ ترټولو وژونکي ترهګر تر عنوان لاندې په یوه مقاله کښې، موساد د اسرائیل بې رحمه قاتل ماشین په نوم یاد کړ او د ترهګرو په شمیر کښې ولیکل: د دې ټولو ترهګرو شاته د اسرائیل لاس لیک لیدلی کېږي.

د شواهدو او اسنادو مجموعې ته په پام سره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو تښتول شوې کسانو او د دې تروریستي اقدام سیاسي او حقوقي مسؤل صهیونیسټي رژیم او د هغه ملګري بولي او له ملګرو ملتو غوښتنه کوي چې له سیاسي ملاحظاتو پرته په خپل مسؤلیت عمل وکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه