Jul 08, 2020 04:35 Asia/Kabul
  • عراق به د دوښمانانو د شتون په ځای بدل نشي

زمونږ خبریال وايي په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ایرج مسجدي د عراق د تیرو څو کلونو بدلونونو ته په اشارې سره وویل دغه هیواد به د ایران د دوښمانو د شتون لپاره په یوه(۱) ځای بدل نشي .

هغه پرون د عراق په  وروستیو سیاسي بدلونونو باندې د غور په غونډې کښې چې د اینټرنیټ له لارې ترسره شوه  په دې خبرې سره چې عراق د نیواک ، داعش او د ناامنۍ له پړاونو تیر شوی دی وویل د ایران اسلامي جمهوریت په دغو دریو (۳)  پړاونو کښې روښانه رول لرلی دی او  د عراق ټول چارواکي او شخصیتونه په دغه خبرې ټینګار هم لري .

ایرج مسجدي په دوام کښې په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا د عراق له ډګر څخه د ایران د حذفولو جوګه نه ده وویل تهران او بغداد تل د یوه بل په څنګ کښې ملګرتیا ته اړتیا لري او همدا اوس د دواړو هیوادونو د اقتصادي ، تجارتي او د انرژۍ د اړیکو اندازه څه د پاسه دیارلس(۱۳) میلیارډه ډالره ده .

په عراق کښې د ایران سفیر ایرج مسجدی په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د ورانونکي رول په هکله د ایران او د عراق ګډ نظر ته په اشارې سره وویل  د عراق خلک او حکومت  صهیونیسټ رژیم د خپل هیواد ترټولو ستر دوښمن ګڼي .

 

ټیګونه

کمنټونه