Jul 10, 2020 11:57 Asia/Kabul
  • د ايران فوځ به د هېواد په خاوره د هيڅ تيري اجازه ورنۀ کړي

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د هوائي ځواک قوماندان له اسلامي انقلاب سره د استکباري هېوادونو څلوېښت کلنۍ دښمنۍ ته په اشارې سره وويل: د ايران فوځي ځواکونه به په پوره چمتووالي سره د هېواد په خاوره د هيڅ تيري اجازه ورنه کړي.

جنزل عزيز نصيرزاده د فارس خليج د امنيتي حالت په بيانولو سره تاکيد وکړ، د ايران فوځي ځواکونه د هېواد د امنيت د ساتونکو په توګه په پوره قوت او جديت سره په دې سيمه کښې شتون لري.

جنرل نصير زاده همدارنګ د ظالمانه بنديزونو او ګواښونو په وړاندې د ايران د ملت مقاومت د ايران له اسلامي جمهوريت سره د سلطه ګرو هېوادونو د دښمنۍ په وجه وبلۀ.

 

ټیګونه

کمنټونه