Jul 10, 2020 16:10 Asia/Kabul
  • د وسلو د بنديزونود تمديد په صورت کښې به ايران مناسب غبرګون اوښئ

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل: د امريکې په دباونو سره د ايران د وسلو د بنديزونو د تمديد په صورت کښې به د ايران اسلامي جمهوريت يو مناسب او مضبوط ردعمل اوښئ.

سيد عباس موسوي د ايران په اصفهان کښې د خبريالانو په ټول کښې د ايټمي انرجۍ د ايټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د حکامو د شورا په خلاف پرېکړليک ته په اشارې سره وويل: ايران په رضاکارانه توګه د ايټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره ښې ملګرتياوې او تعاون لري خو دا تګلاره دائمي نه ده.

هغه د ايران په مرکز کښې د نطنز د يوارنيمو د پخولو د کمپلېکس په يوه برخه کښې د پېښې رامنځته کېدو په باره کښې واضحه کړ، د ايران امنيتي ادارې د پېښې د  ټولو جزئياتو د څېړنې په حال کښې دي او که هغوي دې نتيجې ته اورسي چې بهرني عوامل پکښې لاس لري نو خامخا به يې اعلانوي او که داسې وي نو نتائج به يې وويني.

د خارجه وزارت وياند د شهيد جنرل قاسم سليماني د قتل د دوسيې حقوقي تعقيب په باره کښې وويل، په خارجه  وزارت کښې په دې لړ کښې يوه خاصه کميټي جوړه شوې ده او ځينې نور ارکان لکه قضائيه قوه يې هم تعقيبوي.

 

ټیګونه

کمنټونه