Jul 10, 2020 17:37 Asia/Kabul
  • په ايران کښې په کورونا د اخته او ښه شويو کسانو وروستۍ شمېرنې اعلان شوې

د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې په کورونا باندې د تقريباً دوو زرو نورو کسانو د پېژندګلو او د تقريباً دوه لکه پينځلس زره کسانو د ښه کېدو خبر ورکړ.

مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو کسانو د وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې 2 زره دوه سوه دوه شپېته نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې يو زر ۴۵۵ تنه په روغتونونو کښې داخل کړې شول او باقي نورو ته کلينيکل خدماتو اورسول شول .

مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر دوه لکه دوه پنځوس زره او 720 تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو  څلوريشتو ګېنتو کښې يو سل دوه څلوېښت تنه د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر دولس زره 447 تنو ته اورسېد.

د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې تر اوسه يو دوه لکه  پينځلس زره 15 تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر دولسو ميلينو درې لکه اوه اتيا زرو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه پينځه لکه اوه پنځوس زره تنه مړۀ شوي  او تقريباً ۷ميلينه  تنه ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه