Jul 11, 2020 11:55 Asia/Kabul
  • له هرډول تیري سره دمقابلې لپاره اسلامی ایران دپوځي ځواک بشپړ چمتووالی

، امریکایان د ایرانه د ګواښ جوړولو په سټراټژۍ سره هڅه کوي ځان د فارس خلیج او هرمز تنګي دامنیت دفاع کونکي وبریښوي، په داسې حال کې چې د دوي اصلي موخه ، دفارس خلیج ناکراره کول دي .

د ایران داسلامی جمهوریت  دپوځ دهوائي ځواک قوماندان سردار تورن جنرال  عزیز نصیرزاده  له اسلامی انقلاب سره د استکباري هیوادونو د دښمنۍ  څلويښت کلنې مخینې ته په  اشارې سره ټينګار کړی ،دایران پوځي ځواک به پخپل لوړ پوځي چمتووالي سره  دښمن ته پخپل ټاټوبی د هیڅ ډول تیري اجازت ورنکړي .

 د ایران دپوځ د هوائي ځواک قوماندان دفارس خلیج  دامنیت وضعیّت په بیانولو سره وئيلي دي،د اسلامی ایران پوځي ځواک د هیواد دامنیت د حافظ په توګه او په سیمې کې د سوله ساتونکي هیواد په توګه په قدرت او جدیّت سره شتون لري .

دایران اسلامي جمهوریت باؤري دی،په دغې حساسې سیمې کې  امنیت ته رسیدا به ، یوازې د ګاوڼډیانو د هراړخیزې ملګرتیا او هراخیز ګډون له لارې  امکان ولري .

 دا سلامي ایران  ولسمشر حسن روحانی په همدې لړ کې په ۲۰۱۹کال کې د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په ناستې کې د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د هرمز سولې  پلان  وړاندې کړ . دغه وړاندیز وښودله چې  تهران په فارس خلیج کې  د امنیت اوثبات  دځاي کولو  لپاره په سیمه ایز کړچار سره څو اړخیز پالې آئيډیاوې  لري .

د فارس خلیج او هرمز تنګي سیمې  خاص جیوپولیټيک  شرائط او  اړتیاوې  داسې دي چې په دغې سیمې کې  د امنیت دتامینولو لپاره یوازینۍ ډاډمنه ټاکنه، دفارس خلیج ګاونډیو هیوادونو مشارکت دی .

په فارس خلیج سیمې کې له پوځي شتون او د تاؤتریخوالي له رامینځةکولو د امریکا موخه  د درو چورلیزونو په توګه ارزولی شو .

  لومړۍ موضوع ، په دغې سیمې کې له ناکراري جوړونکو بهیرونو څخه  سیاسی  او اقتصادي استفاده ده . په ې زمینې کې د تیونس یوه تکړه شناندي او لیکوال  الطفي العبیدي وائي ، امریکا له ایرانه د ویرولو له  آوزاره ډيره زیاته استفاده کړې ده . امریکا  په فارس خلیج سیمې کې  د تاؤتریخوالي په رامینځةکولوسره  د وسلو د پير پلور د تړونو له ترسره کولو لپاره پر زمینه جوړونې سربیره،له وحشي صهیونیسټي رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو په عادي کولو پسې ده څو دپيړۍ   دمعالې پلان پر مخ پوځي .

 دوهمه موضوع هم ،  له ایرانه د ویرولو په چورلیزتوب سره  دپوځي ائيتلاف جوړونې  له لارې په فارس خلیج کې  د امنیت ساتل  بریښول دي .

 دغه  موخه په دوو سناریوګانو کې د بحث وړ  ده .  لومړنۍ سناریو ،په فارس خلیج،هرمز تنګي او عمان سمندر  سیمو کې  دنوو نړیوالو قوانینو  د ټينګولو  لپاره د  نفسیاتي زمینو جوړول دي څو امریکا  د خپل اوږدمهاله شتون له لارې  دغه سیمه قانونمنده وبریښوي .

په دوهمې سناریو کې،متحده ایالتونه هڅه کوي ،په هرمز تنګي کې دپوځي ائيتلاف په جوړولو سره  ایران  په سیمې کې د  نړیوال پوځي ائيتلاف  له چیلنج سره مخامخ کړي .  خو  دریمه هغه موضوع چې  په فارس خلیج کې  دامریکا دپوځي شتون په بحث کې د پام وړ ده ،  د ایران په ګیرچاپيره چاپيریلا کې د امنیتي مشکلاتو رامینځةکول او په یووخت  د ایران  توغندوي توان دکمزوري کولو په چورلیز توب سره  دایران د دفاعي قدرت محدودل دي .

په حقیقت کې  باید ووئیل شي ، امریکایان  د  ایرانه د ګواښ جوړولو په سټراټژۍ سره  هڅه کوي ځان د فارس خلیج او  هرمز تنګي  دامنیت دفاع کونکي وبریښوي، په داسې حال کې چې  د دوي اصلي موخه ، دفارس خلیج ناکراره کول دي .

د ایران دا سلامی جمهوریت دپوځ دهوائي ځواک دقوماندان  څرګندونې په دې زمینې کې  یو روښانه پیغام لري، په دې باب چې د ایران پوځي ځواک  به په سیمې کې  هر ډول بلاغواړي اولمسونکي اقدام ته پریکنده  او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او  نتیجې به ئې هم د امریکا پشمول  ددښمنانو ځواک  ته متوجه وي .

 

ټیګونه

کمنټونه