Jul 11, 2020 15:31 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړدوه لکه اتلس زره  کسان له درملنې وروسته ښه شوي دي

نن سهار وختي په ایران کې په کروناویروس یو ککړ یو سل نهه کلن بوډا هم کرونا ویروس ته ماته ورکړې او له ښه کیدا وروسته له روغتونه رخضت شوی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په ایران کې په کرونا ویروس دککړو  د ورستیو احصایو  په باب وئيلي دي ،  د تشخیص د قطعي معیارونو په اساس  په تیرو شواروز کې   په ایران کې  په کرونا ویروس د نوو ککړو کسانو شمیر دوه زره درې سوه اوه نوي  تنه ښودل شوی  چې له دوي یو زر اوه  سوه نهه د یرش کسان بستري شوي  او نور  هم رخصت شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په  کولو سره چې تر دې دمه په ایران کې په کرونا د ککړو کسانو شمیر  دوه لکه پنځه پنځوس زره یوسل اولس تنو ته زیاتش وی ، وئيلي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه یو سل  اته اتیا ککړو کسانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی  او په ټول کې تر دې دمه په ایران کې  د کرونائي قربانیانو شمیر  دولس زره  شپږ سوه  پنځه دیرش  تنو ته زیات شوی دی .

د ایران د روغتیائي  چارو د وزارت دویندوئې په وینا ،تر دې دمه  په ایران کې په کرونا ویروس ککړ  دوه لکه اولس زره  شپږ سوه شپږ شپیته کسان  په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي . 

  داپه داسې حال کې دي چې  نن سهار وختي په ایران کې په کروناویروس یو ککړ یو سل نهه کلن  بوډا هم  کرونا ویروس ته ماته ورکړې او له ښه کیدا وروسته له روغتونه رخضت شوی دی .

 وروستي راپورونه ښئ په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دولس میلیون  شپږ لکه  او پنځوس زره تنو ته زیات شوی  چې له دغو کسانو کابو پنځه لکه درې شپیته زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  او لږترلږه  اوه میلیون او درې لکه درې اتیا زره کسان  هم ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي

 

ټیګونه

کمنټونه