Jul 14, 2020 11:31 Asia/Kabul
  • امير عبداللهيان: د دوو بحريني ځوانانو د اعدام حکم،له خپل ملت نه د آل خليفه د سخت لرې  والي نښه ده

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د کورونا وائرسو د بحران په سيوري کښې د دوو بحريني ځوانانو د اعدام تائيدول له خپأ ملت سره د آل خليفه رژيم د ستر درز او فاصلې ښودنه کوي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې په بحرين کښې شکنجه ، اعدام  او د بشري حقوقو سېسټمېټک خلاف ورزي وغندله.

امير عبداللهيان واضحه کړه، بحريني واکداران پکار  دے له صهيونېسټي رژيم سره د تعلقاتو په ځاے له خپلو خلقو سره د خپل تعلق اصلاح وکړي.

د بحرين سترې محکمې پرون د حکومت دوو مخالفو ځوانانو د اعدام حکم تائيد کړ.

د بحرين خلقو د ۲۰۱۱ کال د فرورۍ له څوارلسمې څخه د آل خليفه رژيم په خلاف پاڅون وکړ او په يو لړ صلح ايزو اعتراضاتو کښې يې د دغه رژيم د څنګته کېدو په خپل هېواد کښې د خلقو د يو منتخب نظام غوښتنه وکړه.

آل خليفه رژيم د سعودي او اماراتو په فوځي مرستې او د امخريکې او لويديځو هېوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۱ کال راهسې د خلقو د صلح ايزو مظاهرو په ځپلو لاس پورې کړې او تر اوسه يې په زرګونو احتجاج کونکي نيولي او په جېلونو کښې اچولي دي. همدارنګ تر اوسه يې له څلوېښتو د زياتو احتجاج کونکو د اعدام حکم صادر کړے دے.

 

ټیګونه

کمنټونه