Jul 14, 2020 15:40 Asia/Kabul
  • د سعودي ائتلاف لخوا د يمن ظالمانه محاصرې دوام د قبول وړ نه دے

د ايران خارجه وزير د کورونا د خپرېدو په حالاتو کښې د سعودي ائتلاف لخوا په يمن ظالمانه تيرے او محاصرې دوام او د خوراکي موادو و سونګو لرونکو کيشتيو اودرول د قبول نه وړ وبلل.

محمد جواد ظريف نن د يمن د ملي نجات حکومت له خارجه وزير هشام شرف عبدا... سره د ويډيو کانفرنس له لارې خبرو اترو کښې تاکيد وکړ، د ايران اسلامي جمهوريت تل د يمن د بحران يوازېنۍ حل لاره سياسي بولي او په دې لړ کښې د يمن د صلحې د رامنځته کولو لپاره  له يمني او نړيوالو لورو سره  رغانده ملګرتياوې لرلې دي.

ظريف د يمن د ثبات او قرارۍ لار د يو پراخ بنسټه حکومت د تشکيل لپاره د يمن  د زمکنۍ بشپړتيا ساتنه، د يمني ډلو ترمېنځ وحدت او د مختلفو ګوندونو او ډلو ترمېنځ د پراخو سياسي خبرو اترو ترسره کېدل دي.

د ايران خارجه وزير همدارنګ د دې په بيانولو سره چې تهران د ځينو محدوديتونو، بنديزونو او خنډ اچونو باوجود يمن ته خپلو انساني مرستو لېږلو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکوي،څرګنده کړه، ايران د تېروختونو په شان د محاصرې د ختمېدو، د ډزبندۍ د ټينګېدو او ګڼ شمېر سيمه ايزو او نړيوالو  صلاح مشورو کښې د سياسي خبرو اترو بيا شروع کولو په هدف سره د يمن د صلحې د مذاکراتو د بهير په مخ وړلو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.

د يمن د ملي نجات د حکومت خارجه وزير هم د يمن له خلقو سره د ايران د انساني مرستو او سياسي ملاتړونو څخه په قدرونې سره د دغه هېواد د سياسي او ميداني حالت او د يمن د بحران د راتلونکي پس منظر وروستے رپوټ د ايران خارجه وزير ته وړاندې کړ.

 

ټیګونه

کمنټونه