Jul 15, 2020 10:54 Asia/Kabul
  • د برجام لاسليکېدو د کليزې په مناسبت د ايران په بيانيه کښې د غېرذمه دارانه چلند په وړاندې په پرېکنده دريځ تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت د ۲۰۱۵ کال د جولائۍ په ۱۴ نېټه د برجام ايټمي موافقې د لاسليکېدو د پينځمې کليزې په مناسبت لههر ډول زياتې غوښتنې او غېرذمه دارانه چلندونو سره د مقابلې لپاره به پرېکنده دريځ غوره کولو کښې د تهران په کلکې ارادې تاکيد وکړ.

د ايران خارجه وزارت نن په يوې بيانيه کښې دې ته په پام سره چې برجام په خپله پينځمه کليزه کښې له جدي خطرې سره مخامخ شوے دے واضحه کړه، که د ټولو لورو په روغ نيت او متوازنې اجرا د ضمانت ورکولو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا د دغې موافقې خيال ونه ساتل شي نو کېدې شي د امريکې د حکومت د يواړخيز پالنې يو بل قرباني شي چې د نړيواله ذمه واري او نتائج به يې خاص د دغه هېواد او د هغه د انډيوالانو حکومتونو په غاړه وي.

د ايران خارجه وزارت دې ته په اشارې سره چې د دغې موافقې نړيواله ، حقوقي، فني، سټراټيجکه او سياسي سرمايه د امريکې د غېرقانوني مخربو اقداماتو په وجه له ورستېدو سره مخامخه شوې ده يادونه وکړه، د برجام ايټمي موافقې باقي پاتې غړي له دې ټکي خبر دي چې د اوسنيو حالاتو اصلي وجه د 2231 پرېکړليک پرله پسې خلاف ورزۍ او بالاخره له دغې موافقې څخه د د امريکې غېرقانوني او يو اړخيز وتل دي.

د ايران خارجه وزارت همدارنګ د چين او روسيې حکومتونو له اقداماتو او دريځونو څخه په قدرونې سره په دغه موافقه کښې درې هېوادونو يعنې برطانيې، فرانسې او جرمني ته په خطاب سره تاکيد وکړ، د تهران په خلاف له زيات نه زيات دباو د سياست په لاره د تګ کولو په ځاے دې په خپلو ژمنو باندې په پابندۍ سره د برجام د ساتلو او عملي کېدو زمينه برابره کړي.

 

ټیګونه