Aug 03, 2020 05:20 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو سیاست ماتي خوړلي ده

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي د تهران پرضد د امریکا د زیات دباو د سیاست دوام د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ماتي یو (۱) عامل وباله .

هغه پرون په دې خبرې ټینګار سره چې د تهران پرضد د بایکاټونو زیاتول د ایران د علمي او د دفاعي پرمختګ خنډ نشي کیدلای وویل دغه پرمختګونه به د ایران د ځوانانو او سائینس پوهانو په همت سره دوام ولري .

محمود واعظي وویل د امریکا د زیات دباو سیاست د ایران د ملت  د ارادې په مقابل کښې ماتي خوړلي ده او د ټرمپ د نورو غلطو سیاستونو په څنګ کښې د بندیزونو دوام به په انتخاباتو کښې د هغه د ماتي په یوه (۱) عامل بدل شي .

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه کیږي .

نوي نظر سنجې وايي د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن له ولسمشر ټرمپ څخه مخکی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه