Aug 03, 2020 12:59 Asia/Kabul
  • د سټراټيجکو تعلقاتو په سطح د ايران او روسيې د اوږد مهاله ملګرتياو د سند په اپډېټ کولو د دواړو هېوادونو تاکيد

د روسيې د دوما د بهرنيو تعلقاتو د کمېټۍ مشر لئونيډ سلوتسکي چې تهران ته يې سفر کړے دے د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په کتنه کښې د دوو اړخيزو او دلچسپۍ وړ مسائلو په اړه صلاح مشورې وکړې.

په دغه کتنه کښې چې پرون سحر اوشوه د دوو اړخيزو موضوعاتو نه علاوه له برجام ايټمي موافقې، د سوريې، عراق، يمن او لېبيا له بدلونونو سره اړوندو مسائلو او همدارنګ په سيمه ايزو او نړيوالو لارو چارو کښې  د تهران او ماسکو د ملګرتياو په اړه د نظر تبادله اوشوه.

يوه هغه موضوع چې په تهران کښې د روسيې د  دوما د بهرنيو تعلقاتو د کمېټۍ د مشر په کتنه کښې پرې تاکيد اوشو، د دواړو هېوادونو د سټراټيجکو ملګرتياو د پلان په برابرولو کښې د ايران او روسيې د پارلېمانونو د ملګرتياو ضرورت دے.

په داسې حالاتو کښې چې امريکه کوشش کوي د ايران او د سيمې د هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو او ملګرتياو د پراختيا مخه اونيسي ډله ايزو ګټو او ګډو ګواښونو ته په پام سره د ايران او روسيې د سټراټيجکو ملګرتياو مضبوطيه يو سټراټيجک اهميت لري. محمد جواد ظريف په دې اړه د سټراټيجکو تعلقاتو په سطح د ايران او روسيې د اوږدمهاله ملګرتياو د سند په اپډېټ کولو تاکيد وکړ.

د ۲۰۰۱ کال په مارچ کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د متقابلو تعلقاتو او د ملګرتياو د اصولو په بنياد د معاهدې له لاسليک څخه تقريباً دوه لسيزې تېريږي. هغه بدلونونو او تغيراتو ته په پام سره چې د نړيوالو او سيمه ايزو تعلقاتو په ډګر کښې رامنځته شوي ديد ايران او روسيې د تعلقاتو او ملګرتياو له اندازې او محدودو څخه هيلې هم زياتې شوې دي. په نورو الفاظو سره بايد وويل شي چې د دواړو هېوادونو ملګرتياوې لا زياتې ژورې او معنا لرونکې شوې دي. د سيمې اوسني حالات هم تقاضا کوي چې د ملګرتياو د جامع پروګرام په قالب کښې په د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې له مختلفوظرفيتونو څخه سټراټيجکه استفاده اوشي. له سترو اېشيائي هېوادونو په تېره بيا له روسيې او چين سره د ايران د سټراټيجکو تعلقاتو د رامنځته کېدو بحث له تقريباً تېرې يوې لسيزې راهسې او له سيمه ايزو او نړيوالو بدلونونو وروسته په سيمه ايزو او نړيوالو بدلونونو کښې له خپلواکو او تاثير کونکو هېوادونوسره د جامع تعلقاتو په چوکاټ کښې په وړومبيتوب کښې راغلے دے.

ډېپلومېټ نشريې دغه موضوع ته په يوه تحليلي کتنه د تهران، ماسکو او بيجنګ درې اړخيزه ملګرتياو ته په اشارې سره وليکل: په داسې حال کښې چې په اېشيا کښې زياتره تمرکز د امريکېاو د هغې د انډيوالانو ترمېنځ په بدلونونو بڼه نيسي خو يو بل بهير د جوړېدو په حال کښې دے چې پکښې روسيه او چين له ايران سره د مهمو او تاثير کونکو تعلقاتو بنياد ايږدي.

د ايران او روسيې په ګډو تګلارو کښې د دغې موضوع اهميت په ښه ډول معلوم دے. په دې لړ کښې هغې بيانيې ته اشاره کولې شوو چې څه وختونه مخکښې په ماسکو کښې د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف او د روسيې د خارجه وزير سرګئ لاوروف له خبرو اترو وروسته خپره شو. په نوموړې بيانيه کښې ويل شوي دي چې تهران او ماسکو کلکه اراده کړې ده چې د سيمه ايزو او نړيوالو فوري او ضروري مسائلو د هواري لپاره د نړيوالو حقوقود ټولو پېژندل شويو اصولو او قواعدو په بنياد په عادلانه توګه د ډله ايزو او څو اړخيزو تګلارو ته فعالانه وده  وکړي.

له دې نظره د ايران او روسيې د سټراټيجکو تعلقاتو اهميت د دوو اړخيزو تعلقاتو په پياوړتيا باندې د تاثير کولو نه علاوه په سيمه کښې له ګډو ګواښونو په تېره بيا د  امريکې له يو اړخيزپالنې سره په مقابله کښې موثره بلل کېدې شي. په خاصه توګه دا چې ايران او روسيې ښودلې ده چې د سيمې د مسائلو په اړه ردعمل کښې مضبوط تعلق او د عمل نوښت لري.

-----------------

 

ټیګونه

کمنټونه