Aug 04, 2020 05:56 Asia/Kabul
  • حجت الاسلام والمسلمین رئیسي
    حجت الاسلام والمسلمین رئیسي

رئیسي: امریکا او اروپا د بشري حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزي کونکي دي او په نړۍ کښې ترټولو منفور نظام د امریکې د سلطې نظام دی.

د ایران د قضائیه قوې مشر وویل: امریکا او اروپا د بشري حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزي کونکي دي او په نړۍ کښې ترټولو منفور نظام د امریکې د سلطې نظام دی چې په ولسونو کښې ترې د کرکې ترټولو لوړه درجه رامینځته شوې ده.

سید ابراهیم رئیسي پرون د ایران د قضايي مسئولانو د عالي شورا په غونډه کښې اسلامي ایران ته په لانجو جوړولو کښې د سلطې د نظام تحرکاتو ته په اشارې سره چې زیاته کړه: امریکایان چې له ډیرو کلونو راهیسې په نړۍ کښې د بې عدالتۍ او د بشري حقوقو د چخڼي کیدو لامل دي، اوس په خپلو خولو کښې ډوب شوي دي خو لاهم د نړۍ د پتمنو ولسونو خلاف خپلو غلیمانه کړنلارو ته دوام ورکوي.

هغه هم داشان د تُندر ترهګرې ډلګۍ د مشر د نیولو په وجه د ایران د امنیتي ځواکونو په قدرونې سره وویل: د بشري حقوقو مدعي هیوادونه د ترهګرو لپاره په خوندي ځایونو بدل شوي دي او امریکا او اروپا هم د نړۍ په زیاترو سیمو کښې د خلکو قاتلان روزي او ملاتړ ترې کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه