Aug 04, 2020 12:37 Asia/Kabul
  • د ایران دښمانانو رواني جنګ ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د حکومت د ناکارنده القا کول او د هیواد دسترو بریالیتوبونو او د وسونو تحریفول د ایران د ملت د دښمانانو د رواني جنګ اصلي چورلیز دی .

هغه نن د حکومت د اقتصادي ملګرتیا د کمیټۍ په غونډې کښې د هیواد د اقتصادي پرمختګ د مخه د نیولو لپاره د ملت د زاړو دښمانانو لنډ مهاله او اوږدمهاله سپیرو هدفونو په زمینه کښې وویل د تحریف او د بایکاټ دوه (۲) بهیرونه په یووخت د راتلونکي په هکله د ناهیلۍ او د بریاو په باره کښې د پروپاګنډو او د هیواد د اقتصادي حرکت د بندولو له لارې د دغه هدف د محقق کولو هڅه کوي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د هیواد په اقتصادي مدیریت کښې د حکومت هڅو ته په اشارې سره وویل حکومت د بشپړه اقتصادي جنګ او د بې ساري دباو په څه دپاسه دوه  نیمو کلونو کښې توانیدلی دی د تیلو په عاید د تکیې په ډیرې کمولو سره هیواد مدیریت کاندي او د خلکو د اړتیا وړ اساسي او ضروري شیانو په تامینولو او د هیواد په بیلابیلو برخو کښې د سترو پروژو په رامینځته کولو او  کار  په پیلولو سره د غیر تیلي صادراتو بهیر ته دوام ورکړي او د تولید د بندیدا او د بې کارۍ د زیاتیدا مخه ونیسي .

 

ټیګونه

کمنټونه