Aug 04, 2020 13:51 Asia/Kabul
  • د قدس تر ازادۍ پورې د سلیماني لاره دوام مومي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د ډګر جنرال قاسم سلیماني د وینې د بدل په اخیستلو ټینګار سره وویل د شهید سلیمانی لاره به د قدس شریف تر ازادیدا او د اسلام د دښمانانو تر ختمیدا او له اسلامي ټاټوبو د هغوې تر شړل کیدا پورې دوام ولري .

هغه نن د داعش د حکومت د ختمیدا او د مقاومت د جبهې د اقتدار په نوم د غونډې په څنګ کښې وویل دښمانان په غلطه تصور کوي د سترو شخصیتونو په شهیدولو سره د اسلامي انقلاب بهیر له حرکت څخه منع کیږي یا بندیږي خو تل په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې تاریخي واقعیتونو ښودلي ده چې شهادت د ایران د ستر ملت او د نورو ملتونو د دفاع او د  مقاومت د قدرت محرک ماشین دی .

هغه وویل نن هم د مقاومت مشعل او ډیوه د سردار قاسم سلیماني په لاس کښې ده او د مقاومت بهیر هماغه راز په هغه نوراني لاره کښې چې سلیماني پرانیستله په چټکۍ سره روان دی او حتی د دغه ګران سردار د وینې غچ اخیستل په یوه () ایډیل بدل شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه