Aug 04, 2020 14:14 Asia/Kabul
  • ترهګرو د ایران د امنیت له مینځه وړل غوښتل

زمونږ خبریال وايي د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري وویل ترهګرو او د هغوې ملاتړو نیت درلود د عراق او د سوریې په نیولو سره د اسلامي جمهوریت امنیت له اساسي خطرونو سره مخ کړي .

هغه نن په تهران کښې د داعش د حکومت د پاې او د مقاومت د جبهې د اقتدار د غونډې په څنګ کښې وویل که چیرې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو شتون او زړورتیاوې او دغه راز د مذهبي مرجع ایت الله سیستاني فتوا او د عراق او د سوریې د حکومت او د ملت ملګرتیا او یوزړه توب نه وائ په پریکنده توګه د عراق او د سوریې واکمنۍ به د داعش او دنورو ترهګرو ډلو په لاس کښې وه .

د ایران د پوځ لوی درستیز زیاته کړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په لارښونې ، د مذهبي مرجعیت په ملاتړ او د سردار سلیماني او د هغه د ملګرو په هڅې سره داعش ترهګره ډله او هغې ته ورته ترهګرې ډلې له مینځه یوړل شوې او نن سبا عراق او سوریې ته امنیت او واکمنۍ ورستنه شوي ده .

هغه وویل که چیرې په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره مبارزه نه کیدلی هغوې نیت درلود د دغو هیوادونو په نیولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت امنیت له اساسي خطرونو سره مخ کړي .

 

ټیګونه

کمنټونه