Aug 05, 2020 04:48 Asia/Kabul
  • ظريف د لبنان له حکومت او ملت سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د بيروت په بندر کښې په چاودنې د سخت افسوس په څرګندولو سره د لبنان له حکومت او ملت او د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي اعلان کړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په انګريزي او عربي ژبو خپل يو ټوئيټ کښې د لبنان له حکومت او ملت او د دغې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وويل، په دغه غميزه کښې د ايرانيانو زړونه د لبنان له ملت سره يو شان دردمن دي.

ظريف همدارنګ تاکيد وکړ، ايران د تل په شان چمتو دے چې له لبنان سره د هر ډول مرسته وکړي.

همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي هم په دغه زړۀ دردونکې پېښې باندې د خواخوږۍ په څرګندولو سره دغه پېښه ډېره افسوسناکه او اندېښمنونکې وبلله او وې ويل، ايرانپه ډېر غم او درد سره دغه پېښه او په اړه يې خبرونه تعقيبوي.

موسوي همدارنګ له لبناني وروڼو خوېندو سره د مرستې لپاره د ايران په چمتووالي تاکيد وکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه