Aug 05, 2020 06:38 Asia/Kabul
  •  په سوريې کښې د امريکې تيلي معاهده قانوني اعتبار نه لري

د ايران د خارجه وزارت وياند په سوريې کښې له يوې کُرد ډلې سره د امريکې د تېلي معاهدې لاسليکېدو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د سوريې په خاوره کښې د يو غېر قانوني قابض ځواک په توګه د امريکې لخوا د دغې معاهدې لاسليکېدل هيڅ قانوني اعتبار نه لري.

سيد عباس موسوي پرون په يوې بيانيې کښې د امريکې د دغه اقدام په غندلو سره زياته کړه، دغه اقدام د سوريې د طبيعي سرچينو د لوټلو په لړ کښې د امريکې لخوا يو بل ګام ګڼل کيږي.

امريکائي الُحره چېنل له دې مخکښې رپوټ ورکړ چې د سوريې ډېموکرېټک ځواکونو په نامه د کُرد ملېشې يو قوماندان مظلوم عبدي د امريکې يو تيلي شرکت سره يو تيلي معاهده لاسليک کړې ده.

د سوريې خارجه وزارت هم دغه موافقه د سوريې د تېلو غلا کول وبلل او تاکيد يې وکړ دغه موافقه باطله او غېرقانوني ده.

همدارنګ د ترکيې خارجه وزارت هم له يو امريکائي شرکت سره د يوې کُرد ملېشې لاسليک شوې موافقه وغندله او دا يې د نړيوالو قوانينو ته بې پامي وبلله.

 

ټیګونه

کمنټونه